د شېخ عیسی قاسم د سلامتیا په خطر کښې له پرېوتو څخه د ایران اندېښنه
(last modified Thu, 30 Nov 2017 00:01:14 GMT )
Nov 30, 2017 04:31 Asia/Kabul
  • د شېخ عیسی قاسم د سلامتیا په خطر کښې له پرېوتو څخه د ایران اندېښنه

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د بحرینی مبارز روحانی شېخ عیسی قاسم د سلامتیا په خطر کښې له پرېوتو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره د هغه په علاج معالجه او درمانی چلند کښې د ځنډ د عواقبو په باره کښې د دغه هېواد حکومت ته خبردارے ورکړ.

بهرام قاسمی پرون زمونږ له خبریال سره په مرکه کښې وویل: بحرینی چارواکو د شېخ عیسی قاسم د کور د محاصرې په دوام او د سختو بندیزونو په رامنځته کولو سره د علاج معالجې خدماتو او د اعتماد وړ ډاکټرانو ته د هغه لاسرسائی ګرانه کړې ده.

قاسمی په دې باندې په تاکید سره چې د بحرینی چاروکود امنیتی پالېسیو دوام به په دغه هېواد کښې حالت لا پېچلے کړی  د شېخ عیسی قاسم د بندېزونو د لرې کولو او د هغه په بدنی حالت باندې د فوری او مطمئن غور لپاره د نړیوالو ټولنو او ادارو د مداخلت غوښتنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه: له بده مرغه بحرینی رژیم مودې وشوې په غلطه لار تګ کوی او له خپل ملت سره د خبرو اترو، تعلقاتو، سلامشورو او روغې جوړې په ځاے یې امنیتی سیاستونو ته مخه کړې ده.

هغه تاکید وکړ: دغه لاره بې سرانجامه او ناکامه ده چې بې له شکه به له ماتې سره مخامخه شی.

قاسمی د دې په بیانولو سره چې ایران د بحرین کورنیو مسائلو ته د داخلېدو اراده نه لری د دغه هېواد چارواکو ته نصیحت وکړ چې په داسې سمه لار دې چې د بحرېن برخلیک په منطقی چوکاټ کښې راوستې شی تګ وکړی

د بحرین د جمعیت اسلامی الوفاق ملی د عمومی سېکتر مرستیال شېخ حسین الدیهی د تېر ګل په شپه د شېخ عیسی قاسم د بدنی حالت په باره کښې په یوې بیانیه کښې وویل: د دغه دینی عالم بدنی حالت سخت شوے دے، په تېره بیا دا چې هغه له څو میاشتو راهسې په محاصره او کورنۍ نظر بندۍ کښې ژوند کوی.

 

ټیګونه