روحانی: د اسلامی نړۍ له مشکلاتو سره د مقابلې لار بهرنیو قوتونو ته سترګې غړول او ورسره توسل نه دے
(last modified Tue, 16 Jan 2018 08:13:11 GMT )
Jan 16, 2018 12:43 Asia/Kabul
  • روحانی: د اسلامی نړۍ له مشکلاتو سره د مقابلې لار  بهرنیو قوتونو  ته سترګې غړول او ورسره توسل نه دے

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د اسلامی تعاون د تنظیم د غړیو هېوادونو د پارلېمانونو په دیارلسم کانفرنس کښې وویل: د اسلامی نړۍ له مشکلاتو سره د مقابلې لار بهرنیو قوتونو ته کتل او ورسره توسل نه دے.

حجت الاسلام والمسلمین حسن روحانی نن په دغه دوه ورځنی کانفرنس کښې چې په تهران کښې د یو څلوېښت اسلامی هېوادونو په شتون سره کیږی وویل: ایران د ټولو هېوادونو د زمکنۍ بشپړتیا او سیاسی حاکمیت په احترام سره د سلامی امت د مشکلاتو د جرړو د وېستلو حل لاره د ټولو اسلامی هېوادونو د یو زړۀ توب او ملګرتیا عملی کېدل بولی.

هغه دې ته په اشارې سره چې ځینې هېوادونه د امریکې او صهیونېسټ رژیم د القائاتو لاندې د اسلامی امت ترمېنځ اختلافاتو ته لمن وهی واضحه کړه، د مینځنی ختیځ د امنیت او قرارۍ د ګډوډولو ترټولو مهمه وجه د نیواکګرۍ او له صهیونېسټ رژیم څخه د امریکې د حکومت بې دریغه او جانبدارانه ملاتړونو او د قدس شریف په پائېتختۍ د فلسطین د خپلواکه حکومت په تشکیل کښې له خپلو وړومبنیو حقوقو څخه د فلسطینی ملت د محرومیت دوام دے.

روحانی د داعش افراطی ډلې نابودۍ او له دغې ډلې سره په مبارزه کښې د ایران موثره کردار ته هم اشاره وکړه او وې ویل: د داعش د تشدد پسنده انحرافی ډلې د ماتې یوه اصلی فائده د اسلامی  امت د سیاسی اېجنډا د وړومبنۍ ترجیح په توګه خپل اصلی مقام ته د فلسطین د موضوع ستنېدل  دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د دې اطمینان څرګندونه وکړه چې اسلامی امت او اسلامی حکومتونه به د مسلمانانو د وړومبنۍ قبلې په توګه د قدس شریف موضوع هېره نه کړی او د یو والی او له تفرقې نه د لرې والی په هدف باندې په تاکید سره خپلې مورنۍ زمکې ته د ټولو فلسطینیانو د ستنېدو او د قدس شریف په مرکزیت د فلسطین په ټولو زمکو کښې د خپلواکه فلسطینی هېواد د تشکیلېدو لپاره به خپلې هلې ځلې څو چنده کړی.

روحانی د دې په بیانولو سره چې ایران له اسلامی هېوادونو سره خپل تعلقات د اسلامی مینې او مهربانۍ په بنیاد تعریفوی تاکید وکړ: ایران هیڅ یو اسلامی هېواد خپل سیال او رقیب نه بولی او باوری دے چې حتی له هغو هېوادونو سره چې ورسره د نظر اختلاف لری د متقابل احترام په بنیاد خبرې اترې او ملګرتیا وکړی.

 

 

ټیګونه