د اسلامي ایران مینه والو په حیدر آباد کښې د ولسمشر روحاني هرکلی وکړ
Feb 15, 2018 20:37 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت یوه ډله مینه والو د هندوستان په حیدر آباد هوايي ډګر کښې په راغونډیدو سره د ایران د ولسمشر هرکلی وکړ.
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني هم د ایران د اسلامي جمهوریت د مینه والو د احساساتو څرګندولو ته ځواب ورکړ او د هغوي د تود هرکلي قدرونه یې وکړه.
ولسمشر روحاني چې د هندوستان د وزیراعظم په رسمي بلنه نن دغه هیواد ته تللی، وړومبی د دغه هیواد حیدر آباد ښار ته لاړ چې غواړي هلته د دغې سیمې له مسلمان عالمانو او هلته له استوګنو ایرانیانو او ایراني محصلینو سره کتنه او خبرې اترې وکړي.
د اسلامي ایران ولسمشر به د خالي په ورځ نوي ډیلي ته ځي چې هلته به یې د هندوستان د ولسمشر او وزیراعظم لخوا په ګډه هرکلی وشي.