د دښمنانو او صهیونیسټي رژيم خلاف د اسلامي نړۍ یووالی ضروري دی
(last modified Fri, 16 Feb 2018 11:11:30 GMT )
Feb 16, 2018 15:41 Asia/Kabul
  • د دښمنانو او صهیونیسټي رژيم خلاف د اسلامي نړۍ یووالی ضروري دی

د اسلامي ایران ولسمشر وویل: که د نړۍ مسلمانان یوموټي وی نو امریکې به جرأت نه کوه چې بیت المقدس د صهیونیسټي رژيم پلازمینه اعلان کړي او صهیونیسټي رژيم هره ورځ د فلسطینیانو په حقوقو تیری وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني چې هندوستان ته په سفر تللی، د حیدر آباد ښار په (مکه مسجد) کښې د جمعې له لمانځه وروسته په خپله وینا کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو د وحدت او اتحاد پرته بله لاره نشته، زیاته کړه: نور خلک غواړي چې مسلمانان سپک کړي خو مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کښې د علم، تمدن او عظمت خاوندان پاتې شوي او د نړۍ راتلونکی هم به هم د مسلمانانو وي.

د ایران ولسمشر څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د عراق، سوریې او لبنان په شمول د ټولو مسلمانو ولسونو مرسته کړې او چمتو دی چې دا مرسته جاري وساتي.

هغه همداشان دې ټکي ته په اشارې سره چې مادي تمدن امنیت نه شي ټینګولی، زیاته کړه: په امریکې کښې د لویدیځ تمدن نتیجه هره ورځ د دغه هیواد په ښوونځیو، پوهنتونونو او سړکونو کښې ډله ایزه وژله ده.

د ایران د مجریه قوې مشر په هند کښې له پایداره امنیت او ارامښته د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: دښمنان نه غواړي چې مسلمانان په خپلو کښې یوموټي وي خو د هند او ایران خلک په علم او تمدن کښې متحد او د یوبل ترڅنګ ولاړ دي.

 

ټیګونه