په سیمه کښې د صلحې او ثبات پیاوړتیا ضروري ده
(last modified Sun, 18 Mar 2018 14:00:49 GMT )
Mar 18, 2018 18:30 Asia/Kabul
  • په سیمه کښې د صلحې او ثبات پیاوړتیا ضروري ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عمان د خارجه وزیر په کتنه کښې د تهران-مسقط د اړیکو په لاپراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې د عمان د خارجه وزیر یوسف بن علوي په کتنه کښې د دواړو هیوادونو د سوداګرو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې او د بانکي اړیکو پراختیا د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګري ملګرتیا په پراخولو کښې د اهمیت وړ وبلله او ویې ویل: د ایران اسلامي جمهوریت له عمان سره د اړیکو او ملګرتیاوې هراړخیزې پراختیا ته هوډمن دی.

روحاني دې ټکي ته په اشارې سره چې نن سبا ایران او عمان د سیمې د مسائلو په وړاندې دروند مسئولیت غاړه لري او باید د سیمې د صلحې او ثبات د پراختیا په لاره کښې د خپلو تجربو په کارولو سره ګام پورته کړي، زیاته کړه: هرڅومره چې سیمه ناامنه او بې ثباته وي، دومره به د سیمې هیوادونه ډیر تاواني شي.

د ایران ولسمشر په یمن باندې د روانو بمباریو او د خلکو د وژلې د بندولو لپاره په هلوځلو باندې په ټینګار سره، هیله وښودله چې د ایران او عمان متقابلې ملګریتاوې د یمن له خلکو سره د مرستې او په دغه هیواد کښې د صلحې او کرارۍ د ټینګښت سبب شي.

په دغه کتنه کښې د عمان خارجه وزیر هم په وروستیو کلونو کښې د ایران او عمان مخ په پراختیا او دوستانه ملګرتیاؤ او اړیکو ته په اشارې سره وویل: عمان تل د ایران له اسلامي جمهوریت سره د هراړخیزو او زیاتو اړیکو د ټینګښت غوښتونکی دی او له ایران سره د تجارتي او کلتوري ملګرتیاو د پراخولو هلې ځلې کوي.

یوسف بن علوي همداشان په سیمه کښې د صلحې او ثبات د پياوړتیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د اهتمام او جدیت په قدرونې سره وویل: په یمن کښې نښتو له ګډوډي او کړاونو پرته بله نتیجه نه ده لرلې او باید کوشش وشي چې د دې سیمې د خلکو وژله زرترزره ختمه شي او انساندوستانه مرستې د خلکو لاس ته ورسیږي.

 

 

ټیګونه