د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو پياوړتیا د ایران وړومبیتوب دی
د اسلامي ایران ولسمشر له سیاسي، امنیتي او اقتصادي لحاظه د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا د ایران د حکومت د بهرني سیاست یو اصلي او مهم وړومبیتوب وباله.
ولسمشر حسن روحاني نن د ایران د مجریه، مقننه او قضائیه قوو د مشرانو د غونډې په پاې کښې د خبریالانو په ټول کښې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت تل په سیمه کښې د ثبات او امنیت د زیاتولو په موخه له ګاونډیو هیوادونو سره د ملګرتیا په لاره ګام اخلي.
هغوي د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره د ایران، ترکیې او روسیې د مشرانو د راتلونکې غونډې ترسره کیدو ته په اشارې سره هیله وښودله چې دا غونډې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د ایران د اړیکو د ژورتیا سبب شي.
د اسلامي ایران ولسمشر همداشان ټینګار وکړ: بې شکه د نړۍ نني بدلونونه د ایران د ثبات او امنمیت او تولیداتو او وحدت په لاره کښې ناوړه اغیزه نه شي کولی.
حسن روحاني د ایران د قواؤ د مشرانو د غونډې د چورلیزونو په هکله هم څرګنده کړه: په دې غونډه کښې د هیواد د یو ضرورت په توګه د کورني یووالي او پيوستون د ساتنې په ضرورت ټینګار شوی دی.
د ایران د مجریه، مقننه او قضائيه قواؤ د مشرانو ملاقات نن سهار د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني په کوربه توب وشه.