په باکو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر رسمي هرکلی وشه
(last modified Wed, 28 Mar 2018 14:51:34 GMT )
Mar 28, 2018 19:21 Asia/Kabul
  • په باکو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر رسمي هرکلی وشه

د آذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف نن په باکو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني رسمي هرکلی وکړ.

حسن روحاني او الهام علي اف نن د ایران او آذربایجان جمهوریت د ملي سرودونو له غږیدو وروسته د ګارډ آف آنر کتنه وکړه او بیا یې ورسره مل لوړرتبه پلاوي یوبل ته معرفي کړل.

د رسمي هرکلي له مراسمو وروسته د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو او ملګرو پلاویو دوه اړخیزې خبرې اترې پیل شوې.

د ایران او آذربایجان جمهوریت د ولسمشرانو او بیا د دواړو هیوادونو د لوړرتبه پلاویو د مذاکراتو ترڅنګ اړوندو چارواکو د ملګرتیا څو سندونه هم لاسلیککړل.

د اسلامي ایران ولسمشر نن مازیګر په یو رسمي سفر د آذربایجان جمهوریت پلازمینې باکو ته رسیدلی دی.

هغه له دې مخکښې پرون د ترکمنستان پلازمینې عشق آباد ته تللی او د دغه هیواد له ولسمشر قربانعلي بردي محمد اف سره یې له کوټلو خبرو اترو وروسته د دواړو هیوادونو د لوړرتبه پلاویو په ګډه غونډه کښې ګډون وکړ او د تهران-عشق آباد د اړیکو او ملګرتیاو د پراختیا لارې چارې یې وجاجولې.

 

ټیګونه