د ایران ولسمشر د عراق نوي وزیراعظم ته مبارکي وویله
(last modified Mon, 08 Oct 2018 03:26:27 GMT )
Oct 08, 2018 07:56 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د عراق نوي وزیراعظم ته مبارکي وویله

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني په یو پیغام کښې عادل الهمدي ته د عراق د نوي وزیراعظم په توګه د غوره کیدو مبارکي ورکړه.

ایرنا بیګا لیکلي چې ولسمشر حسن روحاني په دغه پيغام کښې هیله څرګنده کړې چې د عادل المهدي د وزیراعظمۍ په دوران کښې د دواړو هیوادونو لرغونې او دوستانه اړیکې له پخوا زیاتې پیاوړې شي.

د ولسمشر روحاني په پیغام کښې همداشان راغلي دي چې دواړه هیوادونه به په دې نوي پړاؤ کښې هم په ټولو اقتصادي، کلتوري او سیاسي برخو کښې د دواړو ولسونو د ګټو د برابریدو په لاره کښې خپلې اړیکې لاژورې او پراخې کړي.

د ویلو ده چې د عراق پارلیمان تیره سه شنبه د عراق د کردستان د وطني اتحادیې د ملاتړ وړ کاندید برهم صالح د ولسمشر په توګه غوره کړ او هغه بیا عادل عبدالمهدي د هیواد د نوې کابینې د جوړولو مسئول کړ.

 

ټیګونه