روحاني: امريکه د نړيوالو ژمنو ترپښو لاندې کولو سره له ماتې سره مخامخه شوې ده
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: امريکه له حقوقي او سياسي نظره او د نړيوالو ژمنو ترپښو لاندې کولو سره له ماتې سره مخامخه شوې ده.
ډاکټر حسن روحاني نن د ايران د پوهنتونونو د نوي تعليمي کال د شروع کېدو په مراسمو کښې د اسلامي جمهوريت په خلاف د سپينې ماڼۍ د چلونکو د مقاصدو په بيانولو سره وويل: امريکايان د اسلامي نظام د رواوالي له منځه وړلو په وروستي هدف سره وړومبې له ايران سره نفسياتي جنګ شروع کړ او په دوام کښې يې اقتصادي جنګ ته راودانګل.
روحاني په دې باندې په تاکيد سره چې اسلامي جمهويت او ايراني ملت به په وحدت، يووالي او پېوستون سره د دښمنانو له ټولو دسيسو څخه تېر شي وويل: د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوشش وکړ تر خپلې مشرۍ لاندې د امنيت له شورا څخه ايران ته د زيان رسولو او د اسلامي جمهوريت په خلاف د خپلو سياستونو د تائيدېدو لپاره استفاده وکړي خو د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې نورو ټولو څوارلسو غړيو له برجام اېټمي موافقې څخه هرکلے وکړ.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې د امريکې په تاريخ کښې د اسلامي جمهوري نظام په نسبت د سپينې ماڼۍ له اوسني ټيم څخه زيات کينه ور حکومت نه ؤ واضحه کړه، د امريکې ولسمشر د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د مصوبو په خلاف له څو اړخيزه نړيوال موافقه ليک يعني برجام څخه ووتۀ.
هغه وويل، د بهرني سياست له لحاظه ايران په پرېکنده توګه د دې ماجرې بريالے دے او هيڅوک په دې مسئله کښې شک نه لري او ټولو ته معلومه ده چې امريکه له حقوقي او سياسي لحاظه او د نړيوالو ژمنو ترپښو لاندې کولو سره له ماتې سره مخامخه شوې ده.