د ايران په خلاف د امريکې له غليمانه اهدافو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر شننه
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د ايران د پوهنتونونو د نوي تعليمي کال د شروع کېدو په مراسمو کښې د اسلامي جمهوريت په خلاف د سپينې ماڼۍ د چلونکو د مقاصدو په بيانولو سره وويل: امريکايان د اسلامي نظام د رواوالي له منځه وړلو په وروستي هدف سره وړومبې له ايران سره نفسياتي جنګ شروع کړ او په دوام کښې يې اقتصادي جنګ ته راودانګل.
روحاني د دې خبرې په بيانولو سره امريکه له برجامه په وتلو سره له حقوقي او سياسي نظره له يو لړ مشکلاتو سره مخامخه شوه او ماتې يې وخوړه، واضحه کړه، د ايران ملت به په وحدت، يووالي او پيوستون سره د دښمنانو له ټولو دسيسو څخه تېر شي.
په برجام کښې د امريکې د لوظ ماتونې او د هغې د يو اړخيزو اقداماتو د کولو په شننه کښې د ولسمشر وېنا يوه حقيقت پسندانه خبره ده.
د امريکې چارواکو ويلي دي چې غواړي د هر هغه شرکت په خلاف چې د نومبر له څلورمې نه وروسته له تهران سره تجارتي ملګرتياو ته دوام ورکړي د بنديز په لګولو سره د ايران د تېلو صادرات صفر ته ورسوي خو د امريکې حکومت په دې زمينه کښې له زياتو خنډونو سره مخامخ دے.»
بلومبرګ خبري سائيټ په خپلې د جمعې د ورځې په سرمقاله کښې له اروپائي هېوادونو سره د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اختلافاتو ته په اشارې سره وليکل: «امريکه له خپلو ا نډيوالانو نه بغېر ايران له مشکل سره نه شي مخامخولې.»
بلومبرګ د سوئيفټ په نامه شبکې سره د ايران د ارتباط د پرې کولو لپاره د ټرمپ د حکومت هلو ځلو ته په اشارې سره هغه يوه بده آئيډيا بللې ده.
سوئيفټ شبکه يعني د بېنکونو ترمېنځ د مالي ارتباطاتو نړيواله ټولنه نړيوالې مالي معاملې اسانوي. دې ته په پام سره چې د دغې شبکې چارواکي د امريکائي بېنکونو مديران جوړوي د امريکې حکومت دغه شبکې ته د ايران د لاسرسائۍ د ختمولو لپاره دباونه زيات کړي دي.
له ايران سره رابطې پرې کولو ته د سوئيفټ مجبورول دا لازمي کوي چې دغه اداره د اروپا د قوانينو خلاف ورزي وکړي.
اوس نړيوال شناندي دا مسئله څيړي چې له امريکې نه بغېر کومه اېټمي موافقه به په خپل ځاے پاتې شي او کومه به پاتې نه شي، هغه مصيبت چې د امريکې سر ته راروان دے له هغه مصيبت نه ډېر لوے دے چې کېدې شي د اېټمي موافقې برجام په سر راشي.
د سياسي او نړيوالو مسائلو کارپېژاندے ډېن ګليزبروک «د ايران د تېلو په باره کښې د ټرمپ د ککړ توهم د تدبير لپاره لسګونه کاله ناوخته دے» تر عنوان لاندې يو رپوټ کښې وائي:
د ايران د تباه کولو لپاره د امريکې د واکمنانو د ليونتوب وجه څرګنده ده چې د يو خپلواکه هېواد په توګه د ايران شتون په خپل ځاني په سيمه باندې د امپريالېسټۍ کنټرول ګواښي او دغه مسئله په خپل واري هم د امريکې د فوځي قوت او هم د ډالر د نړيول رول د کمزوري کېدو سبب کيږي.»
اوس د ايران په وړاندې د ټرمپ د سياست يوه مهمه برخه د ايران په کورني چاپېريال باندې د تاثير کولو او د اقتصادو د کمزوري کولو لپاره کوشش، د نظام د رواوالي، مقبوليت او کارنده توب تر پوښتنې لاندې راوستل او په توغنده اي ډګر کښې د هېواد د دفاعي قوت محدودول دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د حرم د دفاع کونکو شهيدانو او پوله ساتونکو شهيدانو د کورنيو په کتنه کښې په يو لړ بياناتو کښې وفرمايل:د امريکې د ولسمشر بکواسات څه نوې خبره نه ده ځکه چې اسلامي نظام له ابتداء راهسې له مختلفو دسيسو سره مخامخ ؤ او دے، خو د ايران د ملت بدغوښتونکي هيڅ غلط جرائت نه شي کولې.»
ايران وکړې شول چې په تېرو کلونو کښې ګواښونه په فرصت بدل کړي. په اوسنيو حالاتو کښې چې د بنديزونو په ديوال کښې درز رامنځته شوے دے او د ايران د بائيکاټ په اړه د اروپائي هېوادونو او امريکې ترمېنځ جدي اقدامات موجود دي ايران په اسانۍ سره کولې شي له نورو هېوادونو سره د تعلقاتو د يو بهير په شروع کولو سره له دغو بنديزونو څخه تېر شي.
-----------