د اسلامي ایران ولسمشر د امریکې له یواړخیزو بندیزونو سره په مقابلې ټینګار وکړ
(last modified Mon, 22 Oct 2018 00:52:39 GMT )
Oct 22, 2018 05:22 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران ولسمشر د امریکې له یواړخیزو بندیزونو سره په مقابلې ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایراني ولس خلاف د امریکې له یواړخیزو او ظالمانه بندیزونو سره د مقابلې په ضرورت ټینګار وکړ.

ایرنا لیکلي چې ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د کابینې په غونډه کښې په دې خبرې سره چې د اقتصادي جنګ او په بندیزونو د ګواښل کیدو په حالاتو کښې د بدغواړو اصلي موخه په نړیوال اقتصاد کښې د ایران د شتون مخنیوی دی، وویل: په دې میدان کښې صادرونکي، د امریکې له بندیز سره د مقابلې د ډګر سرداران دي.

د اسلامي ایران ولسمشر زیاته کړه: صادرونکي د ایراني شیانو د بازار په ساتنې سره هم د ایران د کورني تولید او اشتغال حفاظت کوي او هم په نړیوالو بازارونو کښې د ایران او ایراني بریا ثبتوي.

حسن روحاني ټینګار وکړ چې د ایران حکومت په خپلو ټولو اسعاري او صادراتي سیاستونو کښې د ایران د صادراتو د څرخې د ساتنې په لټه کښې پاتې شوی دی.

 

ټیګونه