ولسمشر روحاني د لړم د دیارلسمې د حماسې په زیږولو کښې د خلکو د شتون قدرونه وکړه
(last modified Mon, 05 Nov 2018 00:48:29 GMT )
Nov 05, 2018 05:18 Asia/Kabul
  • ولسمشر روحاني د لړم د دیارلسمې د حماسې په زیږولو کښې د خلکو د شتون قدرونه وکړه

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: له استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې ترسره کیدل په اسلامي انقلاب او د هغه په ارمانونو پورې د خلکو د پيوستون او شوق نښه ده.

ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د خپلې کابینې په غونډه کښې په حسیني اربعین او د لړم د دیارلسمې په مراسمو کښې د خلکو د پراخ او پرتمین ګډون په قدرونې سره، په دې خاصو ورځو کښې دا ولوله ناک شتون د مهمو پيغامونو لرونکی وباله.

د اسلامي ایران ولسمشر څرګنده کړه: د امریکې د دښمنیو د سختیدو او له ایټمي موافقې یې د غیرقانوني وتنې په حالاتو او د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې کلیزې په درشل کښې له استکبار سره د مبارزې د ملي ورځې پرتمینه ترسره کیدنه په اسلامي انقلاب او د هغه په آئیډیالونو پورې د خلکو د پیوستون او ورسره د شوق او د ایران له خلکو سره د امریکې له دښمنیو د هغوي د خبرتیا ښودنه کوي.

هغه وویل چې سږ کال هم په ټول هیواد کښې د لړم د دیارلسمې په مراسمو کښې د خلکو ولوله ناک ګډون څرګندوي چې د ایران خلک د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه د څلویښتو کلونو په تیریدا سره سره له دغه انقلاب سره همهغه شان یو ژور او نه شلیدونکی تړاؤ لري.

د اسلامي ایران ولسمشر همداشان څرګنده کړه: د امام حسین علیه السلام د شهادت د کلیزې د څلویښتۍ په مراسمو او لاریون کښې د خلکو پراخ ګډون چې هر کال د تیرو کلونو په پرتله په لازیات پرتم سره ترسره کیږي، د پيغبراکرم(ص) له کورنۍ او د امام حسین علیه السلام له لوړ مقام سره د ایراني ولس د ژور تړاؤ نښه ده.

 

ټیګونه