د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
نن د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت علي بن موسی الرضا علیه السلام د شهادت کلیزه ده.
حضرت امام رضا علیه السلام په ۱۴۸ هجري قمري کال کښې په مدینې منورې کښې دنیا ته سترګې رڼې کړې او د ۲۰۳ قمري کال د صفرې د میاشتې په وروستۍ ورځ شهید کړی شو.
د امام رضا علیه السلام د ژوند او امامت پړاؤ د عصمت او طهارت کورنۍ ته د خلکو د ګروهنې د اوج اخیستو او د دغې پاکې او سپیڅلې کورنۍ د ولسي اډانې د پراختیا دوران و.
د نړۍ د شیعیانو اتم امام ته د خلکو د ګروهنو په زیاتیدو سره عباسي واکمن، مامون، په یوې دسیسې سره دوي ته زهر ورکړل او شهید یې کړ.
د اسلامي ایران خلک د حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې په شپه او ورځ په امامباړو او جوماتونو او په تیره بیا په مشهد ښار کښې د هغه حضرت په پاک حرم او همداشان د قم په سپیڅلي ښار کښې د دوي د قدرمنې خور بي بي معصومې(س) په پاک حرم کښې په راغونډیدو سره ویر او ماتم کوي.
مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او نورو پتمنو خلکو په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو ته د امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت او تعزیت وایو.