اسلامی یووالی د اسلام په اړه سمې پوهې او درک ته اړمن
د اسلام د وحدت بخښونکی دین له نظره په خپلو کښې د مسلمانانو اتحاد،پیوستون،یوزړه توب او کوټلتیا ځانګړی اهمیت لری.
د قرآن په تعلیماتو کښې اسلامی وحدت یو ډیر مهم فرض دی،لکه څنګه چې متعال خدای په قرآن کریم کښې فرمایلی:و اعتصمو بحبل الله جمیعاً و لا تفرقوا؛درست د خدای په رسۍ منګولې ښخې کړئ او تفرقه مه اچوئ یعنی مه تیت پرک کیږئ؛ په دې ډول پاک پروردګار مسلمانان وحدت او یوموټی توب ته بللی او له تفرقې یې منع کړی دی.
دغه رڼه او سوچه لیدتوګه د دې ښودنه کویچې د اسلام د مبین دین له نظره د مسلمانانو تر مینځ اتحاد نیکمرغی او عزت ته د رسیدا راز دی او په همدې خاطر هر مسلمان دا اخلاقی او دینی دنده لری چې دغې چارې ته پوره پام وکړی او د اسلام په سم درک کولو سره له اختلاف او تفرقې ډډه وکړی.د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف او کرکې رامینځته کول او تفرقه پالنه د اسلام دښمنانو ته فرصت په لاس ورکولای شی.
د اسلامی امت نیکمرغی په وحدت او یوزړه توب پورې اړه لری نو ځکه د اسلام د غلیمانو خورا مهم هدف پر اسلامی ټولنو د ولکې د ترلاسه کولو لپاره د تفرقې او اختلاف رامینځته کول دی.په دغه ډول وضعیت کښې د هرې اسلامی ټولنې هوښیارتیا او د تفرقې او اختلافی خنډونو ختمول یوه اړینه چاره ده.په اسلام کښې د وحدت په عنصرونو کښې،پر ګډو دینی اصولو تکیه،باطنی او له زړه یووالی او له نورو اسلامی مذهبونو سره له احترام او درناوی سره یوځای خبرې اترې شامل دی.دغه وحدت پنځونکی کړچارونه د اسلام د مبین دین په چورلیزتوب سره دودول کیدای شی. خو له دغه ارزښتمن فرصته استفاده د هریوه مسلمان د پوهې په اندازې او مسئولیت مننې او درستو مسلمانانو ته د دغه ستر الهی او حیاتی نعمت د اهمیت په بیانولو او ورپیژندلو کښې د دینی بزرګانو او مسلمانو عالمانو په هلو ځلو پورې اړه لری.
د اسلام له نظره د اسلامی امت د اتحاد لپاره یوازینی معیار د مسلمانانو له لوری د اسلام د ارزښتمنو اصولو او د اسلام حقیقی پیژندل دی.هغه څه چې د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف لامل شوی هغه جزئی او فرعی اصول دی چې د زمانی او مکانی غوښتنو له امله پیدا شوی دی.د اسلام په یوډول والی او اصولو کښې مشترکاتو ته په پام سره د مسلمانانو ترمینځ د ځینو مذهبی او اعتقادی توپیرونو شتون د اسلام د اساسی اصولو د منلو خنډ او د قرآن له وحدت بخښونکی کړچاره د لیرې کیدا لامل نه شی کیدلای.
د اسلام وحدت بخښونکی دین همدغه راز د الهی دینونو ترمینځ د اتحاد پر اړتیا ټینګار لری.قرآن مجید حتی د درست آسمانی شریعتونو پیروان او اهل کتاب هم اتحاد ته بللی دی لکه څنګه چې متعال خدای خنې غواړی څو له مسلمانانو سره د ګډې عقیدې او خبرو په رڼا کښې په خپلو کښې یو موټې او متحد شی او له اهل کتابو،د آسمانی دینونو له پیروانو سره د ګډ سوله ایز ژوند او اتحاد لپاره یې لارې چارې بیان کړی دی.په همدې خاطر د قران کریم وحدت بخښونکو تعلیماتو ته د مراجعې اړتیا د درستو مسلمانانو لپاره یوه ډیره مهمه او نه انکاریدونکی دنده ده.