ایران له ټولو ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا غواړي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې تهران له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي، وویل: که له ځینو ګاونډیانو سره ستونزه هم لرو نو دا ستونزه د هغوي له خوا پیل شوې ده.
ولسمشر حسن روحاني نن د ایران د سویل د بوشهر د خلکو په ټول کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د تهران هدف د ټولې سیمې پراختیا او پرمختګ دی، زیاته کړه: ایران د قطر، عُمان، ترکیې، آذربایجان جمهوریت، ترکمنستان، افغانستان او پاکستان په شمول له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې لري او دا اړیکې جاري ساتل غواړي.
هغه همداشان عراق ته خپل وروستي سفر ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران او عراق اړیکې په سیمې او نړۍ کښې بیلګه او مثالي دي.
د اسلامي ایران ولسمشر هم دا شان د ایران د تاواني کولو لپاره د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره وویل: سره له دې چې امریکا، صهیونیسټان او د سیمې ځیني مرتجع هیوادونه په پوره زور سره د ایران په خلکو دباؤ اچوي خو هیڅکله به ونه توانیږي چې د ایران ستر ولس تسلیم کړي.
د پارسِ جنوبي په څلورو فیزونو کښې د یوولس میلیارډ ډالرو په پانګونې سره د هیواد د انرجې د یوې ډیرې سترې پروژې پرانیستل کیدو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: د دې طرحو پرانیستې ښودنه کوي چې ایران به د دښمنان د دباؤ باوجود خپلې لارې ته دوام ورکړي.