ايران ته د پاکستان د وزيراعظم د راتلونکي سفر ځينې جزئيات اعلان شول
د پاکستان خارجه وزارت اعلان وکړ، د دغه هېواد وزيراعظم د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني په سرکاري بلنه د اپرېل په يويشتمه په دوه ورځني سرکاري سفر ايران ته راځي.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان دخارجه وزارت د بيانيې د نقل مطابق د پاکستان د وزيراعظمۍ په پوسټ د ټاکل کېدو له وخت نه ايران ته دا د عمران خان وړومبنے سفر ګڼل کيږي.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي د پاکستان وزيراعظم به د ايران له لوړ رتبه خبرو اترو لپاره تهران ته له راتلو مخکښې مشهد مقدس ښار ته د لنډ وخت لپاره ځي.
د پاکستان خارجه وزارت وويل، عمران خان له ولسمشر حسن روحاني سره له کتنې او خبرو اترو نه علاوه د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي سره هم کتنه وکړي.
د پاکستان د وزيراعظم په لوړ رتبه پلاوي کښې د پاکستان د خزانې، بشري حقوقو،دريانوردۍ او د صوبو د غږملتيا د چارو په وزيرانواو د سوداګرۍ او په ايران کښې د مېشته پاکستانيانو په چارو کښې د وزيراعظم په صلاحکارانو مشتمل وي.
د دغې بيانيې له مخې عمران خان ټاکل شوې ده د پاکستان اوايران د سوداګرانو په ګډه غونډه کښې هم شرکت وکړي.
د پاکستان خارجه وزارت وويل، د اسلامي تعاون تنظيم او آئي سي او د اقتصادي ملګرتيا د تنظيم اېکو د باني هېوادونو په توګه د دواړو هېوادونو نزدې تعلقات د دواړو هېوادړونو د ملتونو ترمېنځ په تاريخي، کلتوري او مذهبي اشتراکاتو کښې مضبوطې جرړې لري.