په ايران کښې د پاکستان سفيرې د سپاه پاسدارانو په خلاف د امريکې اقدام وغندۀ
په ايران کښې د پاکستان سفيرې د امريکې د ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر نوم په ځاے کولو کښې د امريکې د ولسمشر اقدام وغندۀ.
مېرمن رفعت مسعود په سيمه کښې د جنګ جګړو د رامنځته کولو لپاره د امريکې د حکومت کوششونو ته په اشارې سره وويل، د ايران د فوځ او د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر فعاليت د دښمن د ګواښ په وړاندې د يو خپلواکه هېواد د پولو ساتنې لپاره دے او هيڅ يو هېواد د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کښې د مداخلت کولو اجازه نه لري.
هغې همدارنګ د دې په بيانولو سره چې پاکستان تل له ايران سره د تعلقاتو د پراختيا غوښتونکے دے وويل،د سيمې د حالت ښه کېدو او د پراخ بنسټې صلحې او امنيت د حاصلولو لپاره دوه اړخيزې او څو اړخيزې خبرې اترې ضروري دي.
مېرمن رفعت مسعود ايران ته د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د سفر او د ايران له لوړ رتبه چارواکو سره د هغه د کتنې په باره کښې زياته کړه،اسلام آباد او تهران به د دوو اړخيز تعلقاتو د پراختيا او د ګډو پولو د امنيت په باره کښې د نظر تبادله وکړي.