دامریکا جنګی بیړۍ د ایران تر کنټرول لاندې ده
(last modified Sat, 25 May 2019 09:02:37 GMT )
May 25, 2019 13:32 Asia/Kabul
  • همدا اوس هغه ټولې جنګې بیړۍ چې په فارس خلیج کښې دیره دي په فارسۍ ژبه خبره کوي او دا د ایران د قدرت په معنا ده .
    همدا اوس هغه ټولې جنګې بیړۍ چې په فارس خلیج کښې دیره دي په فارسۍ ژبه خبره کوي او دا د ایران د قدرت په معنا ده .

زمونږ خبریال وایی دایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک دقومندان ځای ناستی امیر البحر علی فدوی وویل په فارس خلیج کښې دامریکا دیره جنګی بیړۍ عملیاتی وړتیا نلری او په کامل ډول د ایران دپوځ او دسپاه پاسداران ځواک په کنترول کښې دی .

هغه وویل نن سبا په فارس خلیج کښې دامریکا او دهغې دهم تړونه  هیوادونه کم شمیر جنګی بیړۍ دیره دی وویل  په تیرو وختونو کښې په فارس خلیج کښې د امریکا پینځه(۵) جنګی بیړۍ او څه دپاسه درې سوه(۳۰۰) الوتکې دیره وې .

دامریکا حکومت د ایران پرضد دخپلو غلیمانه سیاستونو په دوام کښې څو ورځې مخکې فارس خلیج ته یوه(۱) جنګی بیړۍ او یوشمیر بم اچونکی جنګی الوتکې استولی دی .

دایران دسپاه پاسداران ځواک د قومندان ځای ناستی علی فدوی وویل په فارس خلیج کښې د امریکا د جنګی بیړیو دشتون موضوع کومه مهمه مسله نه ده ځکه چې دایران وسله وال  ځواکونه په فارس خلیج سیمې کنټرول لری .

هغه ټینګار وکړ دامریکا جنګی بیړۍ په فارس خلیج او هرمز اوبلارې کښې کښې د حرکت کولو لپاره باید د هرمز اوبلارې په شمال کښې دایران له وسله والو ځواکونو د تیریدا اجازه واخلی او هغوې  دایران ساحلی اوبو ته د نږدې کیدا توان نلری .

علی فدوی وویل همدا اوس هغه ټولې جنګې بیړۍ چې په فارس خلیج کښې دیره دی په فارسۍ ژبه خبره کوی او دا د ایران د قدرت په معنا ده

 

ټیګونه