د فلسطيني ملت د ارمانونو په ملاتړ او پابندۍ د اسلامي ايران د چارواکو تاکيد
د ايران د اسلامي جمهوريت چارواکو نن د قدس د نړيوالې ورځې په لاريون کښې د ايران له ملت سره يوځاے په ګډون سره د فلسطین د ملت د ارمانونو له پوره کېدو څخه د ملاتړ تر څنګه په نيواکي زمکو کښې د صهيونېسټ رژيم جنايتونه سخت وغندل.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني نن په تهران کښې د لاريون کونکو په ټول کښې د قدس نړيواله ورځ د اسلامي انقلاب په تاريخ يوه ډېره مهه او د تيري ګرو په وړاندې د ټولو مسلمانانو د مقابلې ورځ وبلله او زياته يې کړه، د پېړۍ معامله نومې امريکائي منصوبه به د پېړتۍ د ماتې يوه نمونه ثابته شي او هيڅ نتيجې ته به ونه رسي.
ولسمشر وويل، د قدس د ورځې پېغام دا دے چې فلسطين به تل ژوندے او قدس شريف به تل له مسلمانانو سره متعلق وي.
د رهبري د خبرګانو د جرګې مشر آيت ا... احمد جنتي هم د قدس د نړيوالې ورځې په لاريون کښې په ګډون سره وويل، د دغه لاريون پېغام مړه دې وي امريکه، مړ دې وي اسرائيل او د امريکايانو حتمي ماتې ده.
د ايران د قضائيه قوې مشر آيت ا... سيد ابراهيم رئيسي هم په دې موقع وويل: د قدس شريف د ازادۍ مسئله د مستکبرانو او ظالمانو په وړاندې د ټينګ اودرېدنې يو مهم سېمبول دے.
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر ډاکټر علي لاريجاني هم د تهراني لاريون کونکو په ټول کښې د قدس د نړيوالې ورځې په لاريون کښې د خلقو ګڼ شمېر شتون د فلسطين له خلقو څخه د دفاع لپاره جدي ملاتړي وبلل او وې ويل، د مسلمانانو د ځپلو لپاره په سيمه کښې د امريکايانو شتون د دې سبب شوے دے چې د مقاومت بهير لا زيات مضبوط شي.
د ايران د ولسمشر وړومبي مرستيال اسحاق جهانګيري هم د قدس د ورځې د لاريون ترڅنګه تاکيد وکړ، د قدس د ورځې په لاريون کښې د خلقو په ګڼل شمېر شتون سره د پېړۍ معامله له ماتې سره مخامخوي او د عربو مشرانو لپاره به تاريخي مختورني باقي پاتې شي.
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف هم په تهران کښې د قدس د نړيوالې ورځې په لاريون کښې د خلقو په ټول کښې وويل، د نن ورځې او د قدس د ورځې څلوېښت کلن پېغام د پېړۍ معامله د پېړۍ په ماتې بدلول دي.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومي قوماندان جانشين جنرل علي فدوي هم د قدس د نړيوالې ورځې د لاريون ترڅنګه د خبريالانوپه ټول کښې وويل ، د فلسطين له مظلوم ولس څخه هر اړخيز ملاتړ او ترڅنګه يې شتون به تر هغه وخته دوام ومومي ترڅو چې د نيواکګرۍ اصلي عامل يعنې صهيونېسټ رژيم موجود وي.