روحاني: د تهران او دوشنبې تعلقات پکار دي له مخکښې نه لا پراختيا پېدا کړي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د ايران او تاجېکستان کلتوري، تاريخي، ادبي او اعتقادي يووالو ته په اشارې سره وويل، د تهران –دوشنبې تعلقات پکار دي د دواړو ملتونو د ګټو او دوستيو د ژورتيا په لړ کښې له مخکښې نه زيات پراختيا پېدا کړي.
ډاکټر حسن روحاني نن په تهران کښې د تاجېکستان د خارجه وزير سراج الدين مهرالدين په کتنه کښې دې ته په اشارې سره چې ايران تل د تاجېکستان د پوره ثبات او امنيت ، ترقۍ ، پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمېنخ د تعلقاتو او ملګرتيا د مضبوطيه غوښتوکے دے واضحه کړه ، تهران چمتو دے چې د فني او انجنيئرۍ د خدماتو په وړاندې کولو او د تجرباتو د په منتقلولو سره د تاجېکستان د پروژو په اجرا کښې لا زيات مشارکت ولري.
هغه همدارنګ د دې په بيانولو سره چې نن سيمه له خاصو حالاتو او له ترهه ګرۍ او بهرنيو مداخلتونو سره مخامخه ده وويل، نن ترهه ګري له سوريې او عراق څخه وتلې او د مرکزي اېشيا او قفقاز په سيمه کښې يې شتون اندېښنه رامنځته کړې ده نو ځکه ايران او تاجېکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې پخه لار کښې خپلې ملکرتياوې له مخکښې نه لا زياتولې شي.
سراج الدين مهرالدين هم په دغه کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې په سيمه کښې له ترهه ګرۍ او تندلاريتوب سره په مبارزه کښې د ايران سياست زيات مثبت اثرات لرلي دي زياته کړه، د تهران او دوشنبې د تعلقاتو او ملګرتياو پراختيا زيات اهميت لري.