روحاني: ايران به هيڅکله د بدماشو او زياتې غوښتونکو قوتونو په وړاندې سرټيټ نه کړي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر بېګا په دې باندې په تاکيد سره چې ايران به هيڅکله د بدماشو او زياتې غوښتونکو قوتونو په وړاندې سرټيټ نه کړي وويل، د ايران خلق د منطق او له داسې چا سره د خبرو اترو خاوندان دي چې په احترام سره د خبرو اترو مېز ته کښيني، نه دا چې دخبرو اترو فرمان جاري کړي.
د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني د ايران د ملي لوبغاړو او اتلانو په کتنه کښې د ايران په خلاف د امريکې بنديزونو او دباونو ته په اشارې سره وويل، آمريکايان په تېروتونکي حساب کتاب سره دا غلط خيال کوۀ چې په څو مياشتو کښې د ايران ستر ملت په ګونډو کولې شي خو د ايران ملت په استقامت، ټينګ اودرېدنې او مقاومت سره دښمن قدم په قدم په شان وتنبوۀ.
ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې امريکه ايران نه شي په ګونډو کولې واضحه کړه، د ايران اسلامي جمهوريت په پرېکنده توګه له دښمن سره د مبارزې د مېدان بريالے دے.
د يادونې ده چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د مۍ په څوارلسمه د حکومتي چارواکو او مسئولانو په کتنه تاکيد وکړ چې د ايران د ملت پرېکنده انتخاب د امريکې په مقابل کښې مقاومت دے او په دې مخامخېدنه کښې به امريکه په شاتګ ته مجبوره شي.
د ايران اسلامي جمهوريت په سيمه کښې د امريکائي، سعودي او صهيونېسټي محور له دسيسو او اقداماتو سره په مقابله کښې بنيادي کردار ادا کوي.