اسلامی ایران به په اقتدار سره دبندیزونو اوګواښ له پړاوه هم تیرشی
سبا دغبرګولې څوارلسمه نیټه د ایران داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت ا مام خمینی د رحلت دیرشم تلین دی . په دې مناسبت د تهران ریډیو درست کارکونکی هم دزړه له کومې تسلیّت وائی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د ایران داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، دایران ملت به په مقاومت اوکلکې دریدا سره ددښمانو درستې دسیسې شنډې کړی .
په دغې اعلامیې کې همداراز چې داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی د رحلت د دیرشمې کلیزې په مناسبت خپره شوی ، راغلی دی ، ایران به په هوښیارۍ او اقتدار سره د بندیزونو اوګواښ له دغه پړاوه هم تیر شی .ددښمنانو له دسیسو سره سره،په نړۍ کې د اسلامی انقلاب قدرت بڼه موندلې او پراخ شوی دی
همداراز د ایران د داسلامی جمهوریت پوځ هم نن د اسلامی انقلاب دارواښاد لارښود حضرت امام خمینی درحلت ددیرشم تلین په مناسبت په یوه پیغام کې ټيڼګار کړی اسلامی انقلاب نه یوازې دد اوسمهال سیاسی لیدتوګې په حوزې کې یو ژور او اغیزشیندونکی بدلون رامینځة کړی ، بلکې په عمل کې ئې هم دایران متل د تل لپاره له بهرنیو استعماري سلطې ژغورلی دی .
د اسلامی ایران دپوځ په دغې اعلامیې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې دایران اسلامی انقلاب په دوه قطبي نړۍ کې دقدرت معادلات سره ګډوډ کړل وئیل شوي دي ، دایران پوځ د دښمنانو له هرډول ګواښونو سره مقابلې ته تیار دی .
همداراز دایران داسلامی جمهوریت پولیس هم په دې مناسبت پخپلې خبرتیا کې وئيلي دي ، ایران دحضرت امام خمیني د آئيدیاؤ په دوام سره دپرمختګ څوکې په یوې بلې پسې فتحې کوي .
سبا د غبرګولې څوارلسمه نیټه د ایران داسلامی انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت ا مام خمینی د رحلت دیرشم تلین دی . په دې مناسبت د تهران ریډیو درست کارکونکی هم دزړه له کومې تسلیّت وائی .