روحاني: د ايران په خلاف د امريکې بائيکاټ خپل ظرفيت له لاسه ورکړے دے
(last modified Wed, 12 Jun 2019 10:32:50 GMT )
Jun 12, 2019 15:02 Asia/Kabul
  • روحاني: د ايران په خلاف د امريکې بائيکاټ خپل ظرفيت له لاسه ورکړے دے

د اسلامي ايران ولسمشر د دې په بيانولو سره چې د ايران د ملت په خلاف د امريکې اقدامات د اقتصادي ترهه ګرۍ يوه څرګنده نمونه ده، تاکيد وکړ، د ايران په خلاف د امريکې بائيکاټ خپل ظرفيت له لاسه ورکړےدے.

ولسمشر حسن روحاني نن د کابينې په غونډه کښې دې ته په اشارې سره چې امريکې په تېر يو کال کښې د ايران د ملت  په خلاف ډېر بې مخينې او تاريخي بائيکاټ او دباو راوړے دے،وويل، د دغو ټولو دباونو باوجود د اسلامي ايران عمومي حالات ډېر ښۀ دي.

ډاکټر روحاني په دې اړه په تهران کښې د جرمني د خارجه وزير څرګندونو ته په اشارې سره چې امريکې چې کومه لاره غوره کړې ده خطا ده او تېروتې ده او هر کس چې د ايران له تاريخه خبر وي پوهيږي چې له زيات نه زيات دباو د دغه هېواد په خلقو هيڅ تاثير نه کوي زياته کړه،نور د ايران د ملت په عظمت او قوت اعتراف کوي او پوهيږي چې هغه لار چې انډيوال يې غوره کړې ده غلطه ده او دا خبره ډېر اهميت لري.

د اسلامي ايران ولسمشر واضحه کړه، ايران به په وحدت او يو زړۀ توب سره بدخواهاند خپلو تېر وتنو منلو او د منطقي مذاکرې مېز ته راتلو ، خبرو اترو او انصاف ته مجبور کړي.

 

 

ټیګونه