د امریکا په وړاندې مقاومت ؛د ارادو د جنګ بریالی، د ایران ملت
مقاومت ،له تیرو څلویښتو راهسې د ا یران دملت یوه طلائی او کارنده ټاکنه ده . داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ، د ایران د ملت دښمنان په تیره بیا امریکاهره یوه دسیسه کارولې ده ، څو دایران دملت د پرمختګ مخه ونیسی او پخپل خیال سره ، داسلامی جمهوری نظام یو اړونده نظام شی . د ایران دملت هدفمند او هوښیار مقاومت، البته د امریکا درستې دسیسې تل ناکامې کړی دی .
د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران عمومی قوماندان مقاومت،له دښمنانو سره دمقابلې یوازینۍ لاره بللې او وئیلی ئې دی،مقاومت د امریکا دسیاستونو په وړاندې د بریالیتوب او د ایران دملت دکامیابۍ یوازینۍ لاره ده .
سردار حسین سلامی د سه شنبې په شپه ددې خبرې په کولو سره چې په نړۍ کې د امریکاسیاستونو ماته خوړلې ده،زیاته کړې،نن سبا ایران له بل هروخته داسې لاقدرتمند دی او په قدرت سره له دښمنانو سره مبارزه کوی چې دا له اسلامی، انقلابی او د ایران د مسلمان ولس له ملی هویّته راپورته شوی دی .
د ایران داسلامی انقلاب دساتندویه ځواک عمومی قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې امریکایان له سټراټژیکې تیروتنې سره مخ شوی دی،ووئیل،د ایران دښمنان سُست او ستړی شوی دی او د امریکا د باؤ زمانه تیره شوې ده.
مقاومت ،له تیرو څلویښتو راهسې دا یران دملت یوه طلائی او کارنده ټاکنه ده . داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ، د ایران د ملت دښمنان په تیره بیا امریکاهره یوه دسیسه کارولې ده ، څو دایران دملت د پرمختګ مخه ونیسی او پخپل خیال سره،د اسلامی جمهوری نظام یو اړونده نظام شی .د ایران دملت هدفمند او هوښیار مقاومت، البته د امریکا درستې دسیسې تل ناکامې کړی دی .
د ایران دم لت تاریخی،اسلامی او انقلابی هویّت اجازت نه ورکوی،دغه ملت پیّلی او اړونده شی او همدغه خپلواکی غواړی هوّیت چې داسلامی انقلاب په بریالیتوب سره راپنځیدلی،دایران له اسلامی جمهوریته ئې،په سیمې او نړۍ کې یو قدرتمند اوخپلواکه هیواد جوړ کړی دی .
د اسلامی انقلاب درست څلویښت کلن تاریخ،د سرلوړی اوبریالی مقاومت تجروبې دی او د سپیڅلی دفاع اته کلن پړاؤ دتیریګرو په وړاندې د ایران د ملت دمقاومت یوه تر ټولوغوره بیلګه ده .اوس هم چې امریکا د ایران له ملت سره اقتصادی جنګ پیل کړی دی،د ایران د ملت مثال ورکونکی مقاومت،د امریکائی چارواکو درست معادلات سره ګډوډ کړی دی .
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ چې د ایران له ملت سره په دښمنۍ کې ئې د امریکا له نورو ولسمشرانو لمبر وړی،د ایران د ملت په وړاندې ئې د تر ټولو زیات دباؤ او ګواښ له آوزاره استفاده کړې ده .
د امریکا د زیاتره دباؤ او ګواښ د سیاست په وړاندې د ایران دملت د زیاتره اواغیز من مقاومت بیلګې د سپینې ماڼۍ سرغنې او اوسیدونکی او حتی امریکا ئی چارواکی غوسه کړی دی . دامریکایانو بې وسۍ تر دې حده رسیدلی دی ، چې په دروغو او جعلی سندونو سره هڅه کوی ،ایران دسیمې دامنیت یو ګډوډونکی هیواد معرفی کړی،خو په دې زمینې کې هم ورته په نړۍ کې څوک غوږ اچونکی نه ملاویګی .
په همدې زمینې کې په امریکا کې د جمهوری غواړی ګوند یو سیاسی فعال مارک ډنکف په عمان سمندر کې په تیلی کشتیوپه حملې کې دایران د رول په باب دامریکائی چارواکو ادعا د جنګ لپاره دامریکائی حکومتونو دتاریخی دروغو تکرارول بللی او وئیلی ئې دی ، دوی دایران دتورنولو لپاره په رڼا ورځ جعلی کارونه او مدرک سازی کوی .
د واشنګټن پسټ ورځپاڼې هم لیکلی دی ، په دوو تیلی کشتیو دحملې په باب د ایران په ضد د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ وروستیو تورونو هم ،د ډیرو زیاتو دروغو او د اعتبار او باؤر د نه د رلودلو په دلیل په نړۍ کې هیڅ غوږ اچونکی نه دی پیدا کړی .
د ایران د ملت اصولی سیاست او کارنده مقاومت چېددغه ملت په اسلامی او نقلابی هویّت کې جرړه لری،ددې خنډ شوی،څو دایران د اسلامی جمهوریت لپاره د امریکائی چارواکو خوب تعبیر شی .
د امریکا ناکامیو، دایران له تاریخ جوړونکی ملت سره د امریکائی چارواکو غلیمانه چلند دوه برابره زیات شوی دی .د ایران دملت په ترهه ګربللو کې د ډونالډټرمپ سپکاوی اوبې اساسه ادعا ، په همدې چوکاټ کې معنا کیدلی شی ، خو د درستو لپاره په بشپړ ډول روښانه ده چې څو ک ترهه ګر دی . نن سبا په هغو باؤری سندونو سره چې شته دی ، دامریکا او سرغنې او دهغوی متحدان په سیمې کې د ترهه ګرۍ مصداق دی .