سپاه پاسدارانو د ایران په فضائی حدودوکې د امریکابې پیلوټه الوتکه نسکوره کړه
(last modified Thu, 20 Jun 2019 07:08:16 GMT )
Jun 20, 2019 11:38 Asia/Kabul
  •  سپاه پاسدارانو د ایران په فضائی حدودوکې د امریکابې پیلوټه الوتکه نسکوره کړه

داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې د ایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی دیوې فوری خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، دایران د فضائی حدودو خلاف ورزی سره کرښه ده او هیڅکله به چا د اسلامی ایران دفضائی حدودو د خلاف ورزۍ اجازت ورنکړی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دایران داسلامی انقلاب  سپاه پاسدارانو نن سهار وختی  د  ایران  په هرمزګان ولایت کې  دایران  په فضائی حدودو  له تیری وروسته دامریکا ګلوبل هاؤک ډوله    بې پیلوټه  جاسوسی الوتکه نسکوره کړه .

Image Caption

 

 راپورښئ  د اسلامی انقلاب  دساتندویه ځواک په نننۍ اعلامیې کې راغلی دی ،  نن سهار وختی د  امریکا ګلوبل هاؤک ډوله بې پیلوټه  الوتکه   د ایران د  اسلامی جمهوریت پر  فضائی حدود له تیری وروسته  د هرمزګان ولایت    په کوه مبارک  سیمې کې راڅرګنده شوه  چې  سملاسی  د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواک  د شیشت  په مینځ کې راغله او  په ټک سره نسکوره شوه . په راپور کې وئیل شوی دی دغه بې پیلوټه  جاسوسی الوتکه  آر کیو-۴ډوله ده  چې  د امریکا د پوځ  له خوا د جاسوسۍ او د هوائی او سمندری عملیاتو د اجرا لپاره کارول کیږی.

Image Caption

 

په راپور کې د اهم وئیل شوی دی ، دغه بې پیلوټه الوتکه  کابو تر دوویشت زره کلومیټرو پورې  عملیات  کولی شی  او  د آب وهوا په هرډول   شرائطو کې  ترې استفاده کیږی . ګلوبل هاؤک ډوله جاسوسی ډورن الوتکه له سونګو پرته تر  دوویشت زره کلومیټرو پورې  ګرځیدلی شی  او  له مځکې  کابو تر اتلس کلومیټر لوړوالی باندې ګرځی  او په یو لک مربع کلومیټر مساحت کې په ماډرونو کیمرو او تجهیزاتو سره  نقشې  او تصویرونه برابرولی او  خپل مرکز ته ئې سملاسی لیږدولی شی   او ددغې ډرون الوتکې بیّه هم  کابو  دوه سوه شل میلیون  ډالره ښودل شوې ده .

Image Caption

 

  داپه داسې حال کې دی چې په  همداوروستیو کې د  ایران داسلامی جمهوریت  د ملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی دیوې فوری خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، دایران د فضائی حدودو خلاف ورزی سره کرښه ده او هیڅکله به  چا د اسلامی  ایران دفضائی حدودو د خلاف ورزۍ اجازت ورنکړی .

Image Caption

 

همداراز دسپاه پاسدارانو دعمومی اړیکو د ادارې په وروستۍ خبرتیا کې  ددغې الوتکې په باب نور جزیات هم خپره شوي  او لیکل شوي دي ،دغه ګلوبل هاؤک ډورن الوتکه نیمه شپه پاؤباندې دولس بجې د فارس خلیج په جنوب کې د امریکآئي پوځ له یوه پوځي مرکزه  راپورته شوي  او د  سمندرکچ کونې د قوانینو په اپوټه ئې دځان دمعرفي کولو درست تجهیزات خاموش  کړي او په نهایت کې  په پټولو سره  له هرمز تنګي  د ایران  د جنوب ختیځ چابهار  په لور ئې خپل حرکت ته دوام ورکړ. په دغې  اعلامیې کې زیاته شوې  دغه آرکیو ۴ سی ډوله ډرون الوتکه  بیا دستنیدا په وخت  په جاسوسۍ  او داطلاعاتو په غونډولو بوختیږي  چې  سهار وختي څلور بجې او پنځه دقیقې  په داسې حال کې چې  د ایران د ټاټوبی  د هوائي حریم خلاف ورزي ئې کړې وه  دسپاه پاسدارانو د هوافضا ضد د فاعي نظام په شیشت کې ورځي او په ټک سره رانسکوریږي

 

 

ټیګونه