له هرډول ګواښ او تيري سره د مقابلې لپاره د ايران پوره چمتووالے
(last modified Sun, 23 Jun 2019 09:28:17 GMT )
Jun 23, 2019 13:58 Asia/Kabul
  • له هرډول ګواښ او تيري سره د مقابلې لپاره د ايران پوره چمتووالے

د ايران وسله والوځواکونو د خاتم الانبياء (ص) نومې لوے درستيزووالۍ قوماندان وويل، د اسلامي جمهوريت وسله وال ځواکونه د جنګ په تکل کښې نه دي خو د هر ډول ګواښ او تيري په وړاندې د ملت له ګټو څخه په پوره قوت سره دفاع کوي.

د ايرنا د رپوټ له مخې جنرل غلامعلي رشيد نن د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د هوائي ځواک د رېډارونو د کنټرول او توغنده اي سېسټم د قوماندانۍ د مرکز د کتنې په موقع د دغه ځواک د قوماندانانو په غونډهکښې وويل،د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د جنګ په صورت کښې به يې لمن او وخت د هيڅ هېواد لخوا کنټرولېدونکے نه وي.

جنرل رشید د دې په بيانولو سره چې د سيمې د ملتونو د ګټو برخليک په خپلو کښې سره ګنډل شوے دے وويل، د سيمې هېوادونه به ټول د ثبات په لار حرکت وکړي او يا به د امريکې او د ځينو معلومو لمسونکو هېوادونو د مداخلت کونکو سياستونوله امله له بې ثباتۍ او جنګ سره ښکېل شي.

هغه واضحه کړه چې امريکه پکار دي په سيمه کښې له تېروتونکي چلند څخه په ډډه کولو سره د امريکائي ځواکونو د سر ساتنې او په خطر کښې د هغوي د پرېوتو په اړه ذمه دارانه چلندوکړي.

 

ټیګونه