دښمن هیڅ نشی کولې دوهم څلویښت کلونه به په پریکنده توګه بهتر وی
(last modified Wed, 21 Aug 2019 11:32:29 GMT )
Aug 21, 2019 16:02 Asia/Kabul
  • دښمن هیڅ نشی کولې دوهم څلویښت کلونه به په پریکنده توګه بهتر وی

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د کشمیر موضوع ته هم اشاره وکړه او د دغې سیمې د مسلمانانو له وضعیته یې د خپګان په څرګندولو سره وفرمایل مونږه له هند حکومت سره ښې اړیکی لرو خو د هند له دولته زمونږ تمه دا ده چی د کشمیر د شریفو خلکو په وړاندی منصفانه سیاست غوره کړی او د دغې سیمې له مسلمان ولس سره د زور په ژبه خبرې ونکړې شی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په سیاسی ، دفاعی او اقتصادی ډګرونو کی د اسلامی ایران د وسونو زیاتیدا او پرمختګونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ دښمن هیڅ نشی کولې  د اسلامی ایران دوهم څلویښت کلونه به په پریکنده توګه له لومړیو څلویښتو کلونو زمونږ لپاره  بهتر وی او دښمنانو لپاره بدتره وی .

د رهبرۍ ستر مقام د حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن له ولسمشر او د حکومت د کابینې له غړیو سره په کتنه کی وفرمایل امریکا او اروپا او حتی ّپخوانی شوروی  په دغو څلویښتو کلونو کی هر هغه اقدام چی کولې یې شو ، د اسلامی ایران پرضد ترسره کړی دی ، خو نتیجې ته ونه رسیدل .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د کشمیر موضوع ته هم اشاره وکړه او د دغې سیمې د مسلمانانو له وضعیته یې د خپګان په څرګندولو سره وفرمایل مونږه له هند حکومت سره ښې اړیکی لرو خو د هند له دولته زمونږ تمه دا ده چی د کشمیر د شریفو خلکو په وړاندی منصفانه سیاست غوره کړی او د دغې سیمې له مسلمان ولس سره د زور په ژبه خبرې ونکړې شی .

د رهبرۍ ستر مقام د کشمیر سیمې اوسنی وضعیت او په دې زمینه کی د هند او پاکستان اختلافات له هند براعظمګی د وتلو په وخت د خبیث انګلستان د اقداماتو نتیجه وبلل او زیاته یې کړه برتانیه والو په کشمیر کی د نښتې د دوام لپاره په عمدی ډول په دغه سیمه کی دغه زخم پریښوده .

 

 

ټیګونه