په فارس خلیج کې امنیت دایران په شتون سره ټینګیږی
(last modified Sat, 24 Aug 2019 10:49:59 GMT )
Aug 24, 2019 15:19 Asia/Kabul
  • په فارس خلیج کې امنیت دایران په شتون سره ټینګیږی

نن سبا د ولس رول داسلامی انقلاب د معظم لارښود په لارښونو او د درستو انقلابی، اجرائی ، تقنینی او قضائی اورګانونو په ملګرتیا سره ، له بل هروخته لازیات کلک او قدرتمن دی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامی نن په مشهدسپیڅلی ښار کې د علمیه حوزود بسیجی استاذانو دکلنی سیمنارپه څنډې کې په یولړ څرګندونوکې زیاته کړې،دښمنان به ونه توانیږی ،دفارس خلیج امنیت ته کوم تاوان ورسوی . 

سردار سلامی وئیلی دایران اسلامی جمهوریت د ډول ډول سټراټژیکو او  دفاعی سسټمونو دآزموینې ډګر دی او دغه اقدامات ،ددفاعی قدرت د ودې او  پراختیا په لاره کې له دریدا پرته دی ، چې هیڅکله ئې څوک مخه نشی نیولی .

 هغه زیاته کړې،د دښمن ددباؤ تمرکز  پر ولس دی،خو دایران  ولس  دتیرو ختونو په شان،په انقلابی صبر،زغم ،په ډګرکې په شتوهن ، له اسلامی نظامه په ملاتړ او له رهبرۍ په پیروۍ سره،دښمن ته نهیلی کونکی ځواب ورکړی دی .د اسلامی انقلاب دساتندویه ځواک عمومی قوماندان  روښانه کړې ، داسلامی انقلاب د مقاومت اساسی رکن یعنی ولس،ددښمنانو په وړاندې کلک  دریدلی دی . هغه ټینګار کړی،نن سبا د ولس رول  داسلامی انقلاب د معظم لارښود په لارښونو او د درستو انقلابی، اجرائی ، تقنینی  او قضائی  اورګانونو په ملګرتیا سره ،  له بل هروخته  لازیات کلک او قدرتمن دی .

 

ټیګونه