د ایران او چین اړیکې هراړخیزې او سټراټیجکې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تهران او بیجنګ اړیکې هراړخیزې او سټراټیجکې وبللې.
محمد جواد ظریف پرون په بیجنګ کښې د چین له خارجه وزیر وانګ یي سره په کتنه کښې، د ایران او چین د دواړو ولسونو د سټراټیجکو او اوږدو اړیکو په هراړخیزې پراختیا باندې په ټینګار سره د چین خلاف د امریکې اقتصادي دباؤ او بندیزونه او هم د بیجنګ په کورنیو چارو کښې د واشنګټن او ځینو لویدیځو هیوادونو مداخله وغندله.
ظریف هم داشان د واحد چین له سیاسته د ایران د اسلامي جمهوریت ملاتړ اعلان کړ.
په دغه کتنه کښې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي هم په څواړخیز پالنې، د نړیوالو موافقې د خیال ساتنې او د امنیت شورا د موقعیت د ساتنې په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: چین د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په سیمه کښې د شخړې د کمیدو او د ثبات او امنیت د زیاتیدو سبب کیږي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر هم داشان ایټمي موافقې ته په اشارې سره هم څرګنده کړه چې په دغې موافقې کښې د ایران روا حقوق او له امله یې رامینځته شوې اقتصادي ګټې باید تامینې شي.
د ایران او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په ټولو برخو کښې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او ژورتیا باندې هم ټینګار وکړ او د سیمه ایزو مسائلو په تیره بیا د افغانستان د بدلونونو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.