امریکا غواړي په خپلو دودیزو مشتریانو باندې د ایران د تیلو د خرڅون مخه ونیسي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکا د ګواښونکو اقداماتو په کارولو سره د ایران په دودیزو او همیشنیو اخیستونکو باندې د دې هیواد د تیلو د پلور د مخنیوي په لټه کښې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکا د ګواښونکو اقداماتو په کارولو سره د ایران په دودیزو او همیشنیو اخیستونکو باندې د دې هیواد د تیلو د پلور د مخنیوي په لټه کښې ده.
محمد جواد ظریف پرون په خپل ټویټر کښې ولیکل: امریکا دم ګړۍ په سمندري غلا او ګواښ لګیا ده څو د ایران په همیشنیو مشتریانو باندې د دغه هیواد د تیلو د خرڅون مخه ونیسي خو تهران به په ټولو اخیستونکو باندې تیل خرڅ کړي.
ظریف څرګنده کړه: امریکې په ایران باندې دفاعي اوزارونه بند کړل خو تهران میزایلونه جوړ کړل، امریکې په ایران باندې ایټمي سونګ بند کړل خو تهران هغه هم جوړ کړل او په دې وجه شکایت لري.