د ایران د برجامي ژمنو د کمونې د دریم ګام د اجرا په درشل کښې په ماسکو کښې د ظریف سلامشورې
(last modified Mon, 02 Sep 2019 10:58:24 GMT )
Sep 02, 2019 15:28 Asia/Kabul
  • د ایران د برجامي ژمنو د کمونې د دریم ګام د اجرا په درشل کښې په ماسکو کښې د ظریف سلامشورې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د روسیې له خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره د ایټمي موافقې په شمول د علاقې وړ مسائلو په هکله د خبرواترو په موخه ماسکو ته تلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د روسیې له خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره د ایټمي موافقې په شمول د علاقې وړ مسائلو په هکله د خبرواترو په موخه ماسکو ته تلی دی.

محمد جواد ظریف پرون د ایران د پارلیمان د ملي امنیت د کمیشن له غونډې وروسته ویلې وو: که اروپایان تر راتلونکې پنجشنبې یعنې د ستمبر تر پنځمې نیټې پورې د برجام په لړ کښې ځانګړې اقدامات ترسره نه کړي نو ایران به هغوي ته د دریم ګام اجرا اعلان کړي.

ظریف زیاته کړه: د هغې پریکړې له مخې چې د مۍ په اتمه نیټه ابلاغ شوې ده ایران اروپایانو ته په یو لیک کښې د خپلو برجامي ژمنو د کمولو دریم ګام به هغوي ته اعلان کړي.

اوس د ایټمي موافقې د برخلک په هکله سلامشورې ټاکونکي پړاؤ ته رسیدلې دي او د برجام د پاتې کیدو او یې ترې د تیریدو ترمینځ فاصله هره ورځ لاکمیږي.

په تیرو دوو اونیو کښې د برجام په هکله د ایران او فرانسې ترمینځ د ځینو وړاندیزونو تبادله وشوه. دغه وړاندیز، د اسلامي ایران د ولسمشر د دفتر د مشر محمود واعظي په وینا، د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو د پنځه ساعتیزو خبرواترو نتیجه وه چې د (پلان) په توګه ترلاسه شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني وړمه شپه د فرانسې له ولسمشر امانوئل ماکرون سره په ټیلیفوني خبرو کښې ټینګار وکړ چې که اروپا خپلې ژمنې پوره او عملیاتي نه کړی شي نو ایران به د ایټمي ژمنو د کمولو په لړ کښې خپل دریم ګام پورته کړي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د ایران اصلي سټراټیجي د برجام ساتنه وه او تل په دې لړ کښې کوشش کوي، ټینګار وکړ: په ایټمي موافقه کښې د لورو د ژمنو بشپړه اجرا او د فارس خلیج او هرمز تنګي په شمول په ټولو اوبلارو کښې د آزادې کشتۍ چلونې د امنیت تامینول په روانو مذاکراتو کښې د ایران دوه اصلي هدفونه دي.

په برجام باندې د امریکې نه پابندي او په یواړخیزې توګه یې له دغې موافقې وتل تراوسه د نړیوال تجارت د معاملاتو په لاره کښې د ډیرو ستونزو د رامینځته کیدو سبب شوې دي او د دې بهیر دوام له نورو لورو زیات د اروپا په زیان تمام شوی دی. خو د ایران اسلامي جمهوریت  هیڅ کله خبرې اترې نه دي پریښې او تل یې ویلې دي چې که اروپایان پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو ایران هم د خپلو ژمنو اجرا بیا پيلوي.

د امنیت شورا د د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مخې ټول لوري باید د دغې موافقې په محتوا باندې ژمن وي. د اینسټکس په نامه د ایران او اروپا د مالي لارې چارې وضعیت هم د اروپا د ژمنو د اجرا لپاره یوه سریزه ده خو حقیقت دا دی چې اروپایان هم د ایران په وړاندې د خپلو ژمنو د ترسره کولو په نسبت ډیر وروسته دي.

ایران تراوسه په برجام باندې په پابندۍ او خبرواترو سره په ایټمي موافقه کښې پاتې لورو ته پوره فرصت ورکړی خو کوم ځواب یې چې د مقابل لوري له خوا ترلاسه کړی، د برجام څرګنده خلاف ورزي ده. په روان وضعیت کښې د برجام د ساتلو لپاره د منلو وړ لارې چارې د وړاندې کولو لپاره د فرانسې سفارتي هلې ځلې له ځینو اړخونو څخه مثبتې ګڼلی شو خو دې ټکي ته په پام سره چې اروپایانو د چین او روسیې په اپوټه له ایران سره خپلې سوداګري اړیکې تقریباً غوڅې کړې دي، د ارپا له خوا د دې واټن جبیره کول لا جدي اقداماتو ته ضرورت لري. په حقیقت کښې د ایران د ژمنو د کمولو د دریم ګام اجرا د پاریس د مذاکراتو په نتیجې پورې اړه لري.

اوس باید وګورو چې په ماسکو، پاریس او ویانا کښې ډیپلماټیک کوششونه، په ایټمي موافقه کښې د ایران د ژمنو د کمي د دریم ګام د پورته کولو لپاره د شپیته ورځني مهلت تر ختمیدو پورې په دې پاتې ورځو کښې، برجام، تر کومه حده د هغه د بشپړې اجرا لارې ته راستنولی شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه