د ایران د ژمنو د کمولو دریم ګام به د پروګرام مطابق وي
(last modified Tue, 03 Sep 2019 03:08:35 GMT )
Sep 03, 2019 07:38 Asia/Kabul
  • د ایران د ژمنو د کمولو دریم ګام به د پروګرام مطابق وي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره د د ایران د برجامي ژمنو د کمولو دریم ګام به د پروګرام مطابق پرمخ لاړ شي، ټینګار وکړ: که اروپایان ونه توانیږي چې په ایټمي موافقه کښې خپلې ژمنې پوره کړي نو ایران به دریم ګام پورته کړي.

د ایران پریس د رپورټ له مخې محمد جواد ظریف پرون په ماسکو کښې د روسیې له خارجه وزیر سرګئي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کښې، فرانسې ته د ایران د سفارتي پلاوي په سفر کښې د ایټةي موافقې د اروپايي لوري د برجامي ژمنو د اجرا د طریقې څیړنې ته په اشارې سره څرګنده کړه: دا څه چې د فرانسې ولسمشر یې له خپلو امریکايي انډیوالانو سره جاري ساتي، په فرانسویانو او اروپايي اتحادیې پورې اړوند دي او هغه څه چې د ایران لپاره مهم دي، په برجام موافقه کښې د اروپا د ژمنو پوره کول دي.

ظریف هم داشان په دې خبرې سره چې د فارس خلیج د امنیت په هکله د ایران او روسیې لیدتوګې په خپلو کښې نزدې دي، زیاته کړه: په خواشینۍ سره امریکا په فارس خلیج کښې په خپل شتون سره په دغې سیمې کښې د شخړې د زیاتیدو سبب شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان په سوریې کښې د نسبي امنیت رامینځته کولو لپاره د روسیې او ترکیې ترڅنګ د ایران هلوځلو ته په اشارې سره وویل: په سوریې کښې د امریکې شتون ناروا، خرابونکی او د سوریې د حاکمیت خلاف ورزي کونکی دی او دغه شتون په سوریې کښې د قومي اختلافاتو د رامینځته کیدو او پياوړتیا سبب شوی دی.

په دغه خبري غونډه کښې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف هم په دې خبرې سره چې په برجام کښې د ایران د ژمنو کمول د امریکې د خپل سرو اقداماتو نتیجه ده، زیاته کړه: امریکایان سره له دې چې له ایټمي موافقې وتلې دي، مدعي دي چې ایران باید په دغې موافقې کښې پر خپلو ژمنو عمل وکړي حال دا چې د روسیې له نظره دغه کار صحیح نه دی.

 

ټیګونه