د واشنګټن بندیزونه د امریکې اقتصادي توان هم ګواښي
(last modified Wed, 04 Sep 2019 11:47:42 GMT )
Sep 04, 2019 16:17 Asia/Kabul
  • د واشنګټن بندیزونه د امریکې اقتصادي توان هم ګواښي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکې له خوا د ایران د فضايي ادارې د بایکاټیدو په غبرګون کښې وویل: له اقتصادي اړم څخه د امریکې استفاده دومره افراطي شوې ده چې ورو ورو د دغه هیواد خپل اقتصاد توان هم ګواښي.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف نن په ډاکا کښې له خپل بنګالي همرتبه ابو القاسم عبدالمومن سره له کتنې وروسته د خبریالانو په ټول کښې، په دې خبرې سره چې امریکایان په بندیز لګولو روږدي شوې دي، څرګنده کړه: هغوي یوازې ځان نه دی بایکاټ کړی او هره ورځ د یو حکومت خلاف بندیزونه لګوي او دا ډول بندیزونه په ایران باندې هیڅ اغیزه نه لري.

د ایران خارج وزیر هم داشان په برجام ایټمي موافقه کښې د خپلو ژمنو د کمولو په لړ کښې د ایران اقدامات د خپلو ژمنو په پوره کولو کښې د اروپایانو د لټۍ په وړاندې جبراني اقدامات وبلل او څرګنده یې کړه: هر کله چې امریکایان بیاځلې د بندیزونو او د برجام د خلاف ورزۍ بندولو ته مخه کړي، هله کوی شي چې مذاکرات ته راستانه شي.

د ویلو ده چې د امریکې د خزانې وزارت پرون د تهران خلاف یوځل بیا په یو غلیمانه اقدام کښې د ایران په فضايي ادارې بندیز لګولی دی.

 

ټیګونه