طریف د یو لیک په لیږلو سره موګریني د ایران د دریم ګام له پورته کولو خبر کړه
د ایران خارجه وزیر بیګا د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې ته په یو لیک کښې د ایران د برجامي ژمنو د کمولو د دریم ګام اجرا اعلان کړه.
ایرنا لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دغه لیک د جزئیاتو په هکله وویل: محمد جواد ظریف په دغه لیک کښې د تحقیق او پراختیا په برخه کښې په ایټمي موافقه کښې د ایران د ټولو ژمنو د درولو د اعلان په ترڅ کښې ویلې دي چې تهران به د دې اقدام تخنیکي جزئیات وروسته د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په خبرتیا ورسوي.
سید عباس موسوي زیاته کړه: په دغه لیک کښې ټینګار شوی دی چې د ایران دا کار د برجام په تیره بیا د دغې نړیوالې موافقې د ۳۶ بند له مخې د تهران د حقوقو په لړ کښې او د اروپايي لورو له خوا په تیرو ۱۶ میاشتو کښې د برجام د دوامدارې خلاف ورزۍ په ځواب کښې ترسره شوی دی.
په دغه لیک کښې ټینګار شوی چې ایران د خپل ښه نیت د ښودلو په موخه تیار دی چې په برجام کښې له پاتې لورو سره خبرې اترې جاري وساتي او په برجام کښې په خپلو ټولو ژمنو باندې د مقابلو خواؤ د عمل په بڼه کښې یوځل بیا د دغې ایټمي موافقې بشپړې اجرا ته راستون شي.