ظریف د نتانیاهو نوې ډرامې ته غبرګون وښود
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یو ټویټ کښې د ایران خلاف د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم نوې ډرامې ته غبرګون وښوده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د بنیامین نتانیاهو د نوې ډرامې په غبرګون کښې او د امریکې د کانګرس په یوه غونډه کښې په عراق باندې امریکې له حملې مخکښې په ۲۰۰۲ کال کښې د هغه د ادعاؤ په اټیچ کولو سره، په خپل ټویټر اکاؤنټ کښې ولیکل: د (حقیقي) ایټمي وسلو لرونکی، د دروغجن شپون په شان په ایران کښې د یو خراب شوي ادعايي سایټ په هکله چغې وهي.
ظریف زیاته کړې ده: نتانیاهو او (بي) ډله د بیګناهانو وژلې ته په بې پامۍ سره یوازې د جنګ په لټه کښې ده.
د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم پرون د خپلو دروغجنو ډرامو په دوام کښې د بې بنیاده ادعاؤ په تکرارولو سره، ایران یوځل بیا د ایټم بم د جوړولو لپاره په کوشش تورن کړ.
د نتانیاهو دا بې بنیاده ادعاوې په داسې حال کښې تکرار شوې چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس پرون په خپل تازه رپورټ کښې په ایټمي موافقې باندې د ایران پابندي یوځل بیا تاییده کړه.