ظريف: د تلافۍ لار، د يمن د غميزې د ختمولو لپاره د فرصت غنيمت ګڼل دي
(last modified Thu, 19 Sep 2019 13:08:28 GMT )
Sep 19, 2019 17:38 Asia/Kabul
  • ظريف: د تلافۍ لار، د يمن د غميزې د ختمولو لپاره د فرصت غنيمت ګڼل دي

د ايران خارجه وزير امريکې او د هغې جنګ غوښتنونکو انډيوالانو ته په خطاب سره تاکيد وکړ، د تلافۍ لار، د يمن د غميزې د ختمولو لپاره د فرصت غنيمت ګڼل دي نه دا چې ورته پراختيا ورکړې شي.

محمد جواد ظريف نن په ټوئيټ کښې د امريکې د خارجه وزير مائک پومپئو د وروستيو اعتراضاتو د يو ويډيو په خپرولو سره چې ويلي يې وو د امريکې د سيي آئي اے د مشر په توګه دروغ وائي او ټګي کوي وليکل، د دروغو د عادت پرېښودل د مرض سبب دے.

ظريف زياته کړه، د بهرنيو مشتريانو چې د نورو د مال او ځان هيڅ پروا نه لري د جلبولو لپاره دروغ ، فرېب او آه و زاري په تېرو څو ورځو کښې اوج ته رسېدلې ده.

ظريف په يو بل ټوئيټ کښې وليکل، د بي ټيم باقي پاتې کسان او د هغوي مقام غوښتونکي انډيوالان کوشش کوي چې جنګ ته داخلولو لپاره ډونالډ ټرمپ وغولوي.

پومپئو چې سعودي ته يې سفر کړے د خبريالانو په ټول کښې د ارامکو په تاسيساتو په حملو کښې د ايران د تورولو ترڅنګه ادعا وکړه چې دغه حمله په سعودي شوې ده  او د هغوي په خلاف نېغ په نېغه جنګ ګڼل کيږي

 

ټیګونه