ظريف د صلح ايزو خبرو اترو لپاره د ايران اوۀ ډېپلومېټک نوښتونه بيان کړل
(last modified Fri, 20 Sep 2019 09:23:20 GMT )
Sep 20, 2019 13:53 Asia/Kabul
  • ظريف د صلح ايزو خبرو اترو لپاره د ايران اوۀ ډېپلومېټک نوښتونه بيان کړل

د ايران خارجه وزير د اېشيا په لويديځ سيمه کښې د يو ائتلاف د جوړولو لپاره د امريکې په پروګرام باندې په نيوکې سره صلح ايزو خبرو اترو لپاره په نړيواله او سيمه ايزه سطح کښې د تهران اوۀ ډېپلومېټک نوښتونه بيان کړل.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف نن په خپله ټوئيټر پاڼه کښې وليکل، ايران په 1985 کال کښې په فارس خليج کښې د امنيت طرحې، په ۱۹۹۷ کښې د تمدنونو د خبرو اترو د طرحې، په ۲۰۱۳ کال کښې د تشدد او تاوتريخوالي په خلاف دنيا نومې طرحې، په ۲۰۱۴ کال کښې د سيمه ایزو خبرو اترو د ټولنې د طرحې، په ۲۰۱۵ کال کښې د يمن د صلحې د طرحې، په ۲۰۱۷ کال کښې د آستانې بهير د طرحې او په روان ۲۰۱۹ کال کښې د نه تيري سيمه ايز تړون د طرحې په وړاندې کولو سره ښودلې ده چې تل د صلح ايزو خبرو اترو له لارې د مسائل حل غواړي.

امريکې په دې وروستيو هفتو کښې کوشش کړے دے چې د هغه څه لپاره چې په فارس خليج او د هرمز په تنګۍ کښې يې د کيشتۍ چلونې د امنيت ساتل بيان کړي دي د مختلفو هېوادونو يو ائتلاف جوړ کړي.

 

ټیګونه