ظریف د انټرنیټ له لارې په ملګرو ملتو کښې د ایران د استازي پوښتنه وکړه
په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر مجید تخت روانچي نن سبا د ناروغۍ په وجه د نیویارک په یو روغتون کښې تر درملنې لاندې دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ملګرو ملتو کښې د ایران د سفیر د عیادت او پوښتنې لپاره د ده د تګ په مخنیوي کښې د امریکایانو له خنډ اچونې وروسته د انټرنیټ له لارې وتوانیده چې د هغه پوښتنه وکړي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر مجید تخت روانچي نن سبا د ناروغۍ په وجه د نیویارک په یو روغتون کښې تر درملنې لاندې دی.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ وویل چې واشنګټن یوازې په داسې بڼه کښې د مجید تخت روانچي د پوښتنې لپاره د محمد جواد ظریف له غوښتنې سره موافقه کوي چې ایران په دغه هیواد کښې زنداني یو امریکايي ښاریز آزاد کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون په خپل یو ټویټ کښې ولیکل: د ټیکنالوجۍ په برکت وتوانیدم چې په هم دې نیویارک ښار کښې یو څو ودانۍ اخوا په روغتون کښې خپل څلویښت کلن ملګری او په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر ووینم او ورسره خبرې وکړم.
د امریکې حکومت په نیویارک کښې د ایراني پلاوي خلاف پراخ محدودیتونه لګولې وو او دغه پلاوی یوازې د ملګرو ملتو مرکزي دفتر، په دغه سازمان کښې د ایران د نمایندګۍ دفتر، په ملګرو ملتو کښې د ایران د سفیر تر کور او د نیویارک تر جان آف کینډي هوايي ډګر پورې د تګ راتګ اجازه درلودله.