پينځه زره ايراني خادمان د پاکستاني زائرينو په خدمت بوخت شوي دي
د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې پينځه زره ولسي خادمان حسيني څلوېښتۍ د پاکستاني زائرينو په خدمت بوخت شوي دي.
د ايران د سيستان او بلوچستان صوبې څلوېښتۍ د ولسي کمېټۍ سېکتر رضا بختياري نن وويل، تېره کال پينځه شپېته پاکستاني زائرين له سيستان ا بلوچستان څخه په تېرېدو سره کربلا ته لاړل چې سږ کال اټکل کيږي چې دغه شمېر اتيا زرو ته ورسي.
بختياري زياته کړه، سيستان او بلوچستان صوبې د څلوېښتۍ ولسي کميټي په دغه صوبه کښې د پاکستاني زائرينو د شتون په دوران کښې د ټرانسپورټ، کلتوري، استوګنې، خوراک څښاک، روغتيائي او د علاج معالجې د خدماتو په شمول مختلف خدمتونه کوي.
بختياري د دې په بيانولو سره چې هر کال تقريباً دوه لکه پاکستاني زائرين د سيستان او بلوچستان صوبې له لارې د ايران او عراق سپېڅلو زيارتونو ته ځي وويل، په پلان شوي پروګرام او د سيستان او بلوچستان صوبې ولسي او ځواکونو او د دغې صوبې د اجرائي ادارو د کارکونکو په شتون سره دغو زائرينو ته د خدماتو په بهير کښې هيڅ مشکل نشته.
د عراقي سرچينو د رسمي شمېرنو له مخې تېر کال د حسيني څلوېښتۍ په لاريون کښې تقريباً څوارلس ميلين زائرينو ګډون وکړ.