د واقعیتونو انعکاس او د ایران دبهرنینو خپرونو رسندوئی مجاهدتونه
لویدیځی رسندوئې په کال کې د میلیونونه ډالر لګوی څو د مخاطبانو په ذهنونو کې د پیښوغیر حقیقی تحلیل رامینځةکړی . په همدې دلیل ، په دې چې یوه رسانئ،د بهرنیو خپرونو په ډګر کې او په ملی اړخ کې په سیمې او نړۍ کې د بدلونونو حقیقی څیره او خبرونه مخاطبانو ته وړاندې کوی ، سخت غوسه دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت د ریډیو اوټیلیویژنی ادارې دبهرنیو خپرونود مرستیالۍ د رسندوئی مجاهدتونو د درنښت دستورې د هیواد حکومتی او پوځی لوړپوړو چارواکو په شتون سره پرون د صداو سیما د غونډو په مرکزی هال کې ترسره شوی دی.
د ایران د صداوسیما یا ریډیو او ټیلیویژنی چینلونو د ادارې د بهرنیو خپرونو د برخې مرستیال پیمان جبلی په دغو دستورو کې د دغې ادارې د شهیدانو په درنښت سره وئیلی دی ،د ایران د ریډیو او ټیلیوژنی ادارې د بهرنیو خپرونو د مرستیالۍ ماموریت او رسالت ، دایران داسلامی انقلاب له وجودی فلسفې سره غوټه خوړلې ده .
ښآغلی جبلی زیاته کړې ،د اسلامی ایران د صداوسیما د بهرنیو خپرونو په برخې کې د کار ارزښت ، داسلامی انقلاب د نړیوال رسالت په اندازه دی .
د نړۍ د پیښو په منتقلولو او شننې کې او دغه راز د خبرونو په رسونې کې د خپلواکه رسندوئې رول له ډیر اهمیّته برخمن دی . امریکا په تیره بیا په وروستیو کلونو کې هڅه کړې ده د بندیز له اړمه په استفادې سره د ایران دبهرنیو خپرونو اداره له مشکلاتو سره مخامخ کړی ،خو نه ده توانیدلی ، ددغې رسنئ د اغیزشیندنو خنډ شی .
لویدیځی رسندوئې په کال کې د میلیونونه ډالر لګوی څو د مخاطبانو په ذهنونو کې د پیښوغیر حقیقی تحلیل رامینځةکړی . په همدې دلیل ، په دې چې یوه رسانئ،د بهرنیو خپرونو په ډګر کې او په ملی اړخ کې په سیمې او نړۍ کې د بدلونونو حقیقی څیره او خبرونه مخاطبانو ته وړاندې کوی ، سخت غوسه دی .
د ایران د ریډیو او ټیلیویژنی چینل د ادارې دبهرنیو خپرونو دبرخې مرستیال ډاکټر پیمان جبلی په دې زمینې کې د ایران دبهرنیو خپرونو ټیلیویژنی چینلونو ته دګوزار ورکولو لپاره د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، په فیس بوک کې دحزب ا.. ولسی غورځنګ دعملیاتو د کلیپ خپریدا او د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قوماندان سردار قاسم سلیمانی د مرکې خپریدا لامل شوې چې دښمنان د ایران د صدا وسیما د ادارې د بهرنیوخپرونو د چینلونو په فعالیتونو کې خنډ رامینځة کړی . جبلی دغه راز وئیلی دی د ایران د صداوسیما دبهرنیو خپرونو د برخې ټیلیویژڼی چینلونه د دښمنانو له ورانکارو اقداماتو سره سره په قدرت سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوی .
د ایران پریس خبری آژانس، العالم ، پریس ټی وی ،سحر ،الکوثر په څیر خپلواکه رسندوئی چینلونه د هغو واقعیَتونو د منعکس کولو لپاره چې د امریکا حکومت او دهغو متحدان ئې له خپریدو سره دلچسپی نه لری ، ګام پورته کوی او توانیدلی دی آډیوئی او ویډیوئی خبرونه او تبصرې او نور پروګرامونه په تر ټولو ښه او غوره ډول خپرۀ کړی . دغه بهیر ، د سیمې د بدلونونو په نسبت دپوهې د زیایتدا او درسندویو له لارې دهراړخیز اعتماد جوړونې لامل شوی دی .دا په داسې حال کې دی چې دښمنان هڅه کوی،عمومی افکارو ته دوکه ورکړی او په رسندوئی آوزار سره د نړۍ د مهمو پیښو خبرونو او تصویرونو ته دخپلې موخې په لارې کې پخپلې خوښې سره پوښښ ورکړی .
د سپوږمکیزو چینلونو څخه دایران دپروګرامونودخپریدو دغوڅولو او د بهرنیو خپرونو دبرخې دچینلونو په فعالیت کې د خار پار اچولو په څیر اقدامات ،له خپلواکه رسندویو سره دغیر منطقی چلند او په نړیوالو ټولنیزو چینلونو کې د بیلابیلو حقایقو او لیدتوګو دخپریدو د مخنیوی او سنسر کولو مصداق دی . د امریکا له نظره ، د هرې هغې رسنۍ فعالیت ، چې له امریکا سره ملګری نه وی ، او په دغه هیواد، صهیونیسټی رژیم او دغه راز پر سعودی عربستان نیوکې کوی او دهغوی جنایتونه ایشواکوی ،پروپیګنډیز چینلونه حسابیږی . واقعیتونه ، البته د په آزاد خپلواکه بهیر کې په خار پار اچولو او په فضا جوړونو سره خبر له مخاطبانو نشی پټول کیدلی او عمومی افکارو ته دوکه نشی ورکول کیدلی ، ځکه دا مخاطبان دی ، چې د انتخاب دحق په اصل په تکیې سره باؤرجوړونکی رسنئ وپیژنی .
هماغه ډول چې د ایران دریډیو اوټی وی د ادارې دبهرنیو خپرونو دبرخې د مجاهدتونو ددرنښت په دستورو کې د ایرا ن داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامی هم پخپلې وینا کې وئیلی دی ، دښمنان هڅه کوی بشری حقوق، آزادی او جنګ او روا دفاع،داسې تعریف کړی ،څو د صهیونیسټانو جنایتونه روا دفاع او د یمن او فلسطین د ماشومانو قربانی کیدا، جنګ غوښتنه تعریف شی . یوه خپلواکه رسنئ د مظلومانو دچغې نړیوالو ته درسیدو عامله کیدلی شی دا هماغه رسندوئی جنګ دی او د ایران دبهرنیو خپرونو اداره او چینلونه د حقیقت نندارې ته په وړاندې کولو سره،د دښمن د رسندویو دوکې او بې باؤری نړیوالو ته ورښکاره کړی .