د صهیونیسټانو د منځنیو پیړیو اقدامات د دوی له ژوند سره مرسته نه کوي
(last modified Fri, 25 Oct 2024 02:38:13 GMT )
Oct 25, 2024 07:08 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټانو د منځنیو پیړیو اقدامات د دوی له ژوند سره مرسته نه کوي

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په یوه پیغام کې ټینګار وکړ: په سیمه کې د امریکا د لیوني سپي د منځنیو پېړیو اقدامات به، د فلسطین په مقدسه خاوره کې د صهیونیسټي نیواکګرو د ذلیلانه ژوند له دوام سره هېڅ مرسته ونه کړي.

د سحاب شبکې د راپور له مخې؛ د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال محمد باقري د حزب الله د اجرایي شورا د مشر شیخ هاشم صفي الدین د شهادت په تړاو د تسلیت وړاندې کولو ترڅنګ وویل: د مقاومت د قوماندانانو ترور، د قدس شریف آزادو مجاهدینو سره د مقابلې په ډګر کې د صهیونیسټي جنایتکاره پوځ د ماتې یو بل ثبوت دی.

باقري زیاته کړه: دا پېښه د صهیونیسټي ضد مقاومت د بقا او د صهیونیسټي یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو په مقابل کې د قدس په دفاع کې د وفادارو او زړورو مبارزانو د زیاتیدونکي ځواک او قدرت څرګند ثبوت دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز څرګنده کړه: په دې کې هېڅ شک نشته چې د اسلامي مقاومت د سترې جبهې او فولادي ارادې په ملاتړ سره، د صهیونیسټي رژیم د ذلیلانه مرګ لاره د پخوا په پرتله ګړندۍ ده.

ټیګونه