ظريف: ايران د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره له ګاونډيانو سره ملګرتيا ته چمتو دے
(last modified Wed, 09 Oct 2019 01:23:21 GMT )
Oct 09, 2019 05:53 Asia/Kabul
  • ظريف: ايران د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره له ګاونډيانو سره ملګرتيا ته چمتو دے

د ايران خارجه وزير وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د سيمي د امنيت د ټينګښت لپاره له ګاونډيانو سره ملګرتيا او تعاون ته چمتو دے.

محمد جواد ظريف له ايران سره د مېنځګړيتوب لپاره له عراق او پاکستان څخه د سعودي د وليعهد محمد بن سلمان د غوښتنې په ردعمل کښې وويل، په داسې حالاتو کښې چې  له ايران سره خبرو اترو ته د سعوديانو دلچسپي پېدا شو ه نو که د سيمې مسائل د خلقو د قتل عام په ځاے د خبرو اترو د مېز له لارې هوارول وغواړي نو اسلامي جمهوريت به په قطعي توګه له ځان سره مل او ملګرے ولري.

ظريف تاکيد وکړ، له ګاونډيانو سره ملګرتيا او د سيمې د امنيت ټينګښت تل د ايران رسمي او سرکاري موقف دے او د ايران ولسمشر هم په دې لړ کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې «د اميد ائتلاف» او «د هرمز صلح» نومې منصوبې اعلان کړې.

د نيويارک ټائمز د رپوټ له مخې عراقي او پاکستاني چارواکو په دې وروستيو هفتو کښې او د سعودي په تيلي تنصيباتو باندې د يمن له حملې نه پس ويلي دي چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د عراق او پاکستان له چارواکو غوښتي دي چې له خپلو ايراني هم منصبانو سره دې د تاوتريخوالي د ختمولو  په اړه خبرې  اترې وکړي.

 

ټیګونه