تهران ته دپاکستان د لومړی وزیر سفر د سیمې د بدلونونواو دوه اړخیزو اړیکو جاج
(last modified Sun, 13 Oct 2019 10:58:59 GMT )
Oct 13, 2019 15:28 Asia/Kabul
  • تهران ته دپاکستان د لومړی وزیر سفر د سیمې د بدلونونواو دوه اړخیزو اړیکو جاج

ایران او پاکستان د اړیکو پراخولو ته هوډمن دی او په دوه اړوخیزو اقتصادی ملګرتیاو سره د دواړو هیوادونو پولې د ګټه ورو تبادلو په ډګر او د دواړو هیوادونو د ملتو او د سیمې د نورو هیوادونو په ګټه بدلولی شی .

 

د پاکستان لومړې وزیر عمران خان نن تهران ته په سفر کی له لوړ رتبه ایرانی چارواکو سره کتنه اوخبرې اترې وکړې .

د پاکستان له لومړی وزیر سره په دغه سفر کښې خارجه وزیر شاه محمود قریشی او د لومړی وزیر ځانګړی مرستیال سید ذوالفقار بخاری ملګرتیا کوی . د پاکستان لومړی وزیر د روان میلادی کال په اپریل  میاشت  کښې ایران ته راغلی وو.

دغه راز د ایران ولسمشر حسن روحانی نن په «سعداباد» کلتوری او تاریخی ودانۍ کښې د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان هرکلی وکړ .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دغو خبرو کښې د سیمې او دنړۍ د وروستیو بدلونونو او د دوه اړخیزه مهمو مسائیلو او د دواړو هیوادونو د دلچپسپۍ وړ موضوعګانو په هکله بحث او دنظر تبادله وکړه .

ایران او پاکستان اوږدې پولې ، ګډ کلتور او تاریخ ته په پام سره په بیلا بیلو برخو کی د ملګرتیا لپاره  ډول ډول زمینې لری . ایران او پاکستان همداراز د ایکو موسسې د بنسټ ګرانو هیوادونو او همداراز د اسلامی هیوادونو په ملګرتیا ادارې کې د فعالو غړیو په توګه په سیاسی ، امنیتی ، اقتصادی او تجارتی ډګرونو کی د ملګرتیا لپاره ښه موقعیت لری . ایران او پاکستان د اړیکو پراخولو ته هوډمن دی او په دوه اړوخیزو اقتصادی ملګرتیاو سره د دواړو هیوادونو پولې د ګټه ورو تبادلو په ډګر او د دواړو هیوادونو د ملتو او د سیمې د نورو هیوادونو په ګټه بدلولی شی .

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د تیر اپریل په میاشت کی په تهران کی د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره په کتنه کی ټینګار وکړ د ایران او پاکستان د ملتونو ارتباط د زړه او ژور ارتباط دې او د ایران او پاکستان اړیکی د هغو د دښمنانو د ګروهنې په اپوټه باید پیاوړی شی .

په دې زمینه کی د ایران او پاکستان متقابل ګامونه روښانه پیغام لری او ښی چی د ایران او پاکستان اړیکی د پراختیا په لاره کی راغلی دی .

په عین حال کی په اوسنیو شرایطو کی چی سیمه له پیچلی وضعیت سره مخامخ شوی او د امریکا اقداماتو پهس یمه کی جدی ګواښونه رامینځته کړی دی  ، سیمه ایزو سلاو مشورو ډیر اهمیت پیدا کړی . سیاسی څارونکی باوری دی د جیو پولیټیک او جیو سټراټیجیک مولفو ته په پام سره د ایران او پاکستان ګټې سره تړلی دی ، نو ځکه د دواړو هیوادونو د چارواکو سلا و مشورې په دې چوکاټ کی ډیر اهمیت لری .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په ترڅ کی نیویارک ته په خپل وروستی سفر کی له امریکایی چینل سره په خبرو کی جوته کړه په سیمه کی له اسلامی ایران سره هر ډول مقابله به هیڅکله دنړۍ د ګټو په لړ کی نه وی . عمران خان خبردارې ورکړ ، له ایران سره به جنګ ډیر پیچلې وی او هیڅوک به د هغه د پایلو او اړخونو اټکل ونکړې شی .

هغه څه چی مسلم دی ، دا دی چی په سیمه کی بی ثباتی د هیڅ  هیواد په ګټه نده . څرګنده ده د سیمې امنیتی بدلونونو ته په کتنې سره اسلام اباد په ډیرو دلیلونو په فارس خلیج ، هرمز اوبلارې او عمان سمندرګی کی د تاوتریخوالی په  کمولو پسې دې .

اسلامی ایران په دې چوکاټ کی تل په ښه ګاوندیتوب باور درلودلی او له خپلو ټولو ګاونډیانو سره یې د بهترینو اړیکو د درلودلو لپاره ټوله هڅه کارولی او سیمې له هیوادونو سره د اړکیو پیاوړتیا د خپل بهرنی سیاست لومړیتوب بللې دې . په تهران کی د پاکستان د لومړی وزیر خبرې اترې او کتنې له دې نظره د سیمې د مسلو په زمینه کی له زیات تفاهم سره مرسته کولې شی .

 

 

ټیګونه