ظريف په فارس خليج کښې د صلحې لپاره د عمران خان د کوششونو قدرونه وکړه
د ايران خارجه وزير په فارس خليج سيمه کښې د صلحې د راوستلو لپاره د پاکستان د وزيراعظم د هلوځلو قدرونه وکړه.
محمد جواد ظريف پرون په خپله ټوئيټرپاڼه کښې ايران ته د عمران خان وروستي سفر ته په اشارې او د هرمز د صلحې نوښت نومې د ايران منصوبې په ذکرولو سره تاکيد وکړ، د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې نورو هېوادونو ته بلنه ورکوي چې د صلحې، امنيت، ثبات او سعادت د رامنځته کولو لپاره له ايران سره يوځاے شي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د ستمبر په پينځويشتمه د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې په خپله وېنا کښې د ايران د سيمه ايزو او نړيوالو دريځونو په بيانولو سره د هرمز د صلحې نوښت يا د اميد ائتلاف په عنوان سره د سيمه ايزې صلحې منصوبه وړاندې کړه.
د يادونې ده چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د تېر ايتوار په ورځ تهران ته په يو ورځني سفر کښې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي او د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره کتنه او خبرې اترې وکړې. عمران خان پرون سعودي ته هم لاړ او د دغه هېواد له باچا سلمان بن عبدالعزيز او وليعهد محمد بن سلمان سره ليدل او خبرې اترې وکړې.