ورځپاڼو ته کتنه ۲۰-۹-۹۸
ورځپاڼو ته کتنه ۲۰-۹-۹۸
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
په سر کښې هم اطلاعات ورځپاڼه رااخلو چې د ايران د خارجه وزير په نقل سره يې وليکل: د افغانستان د صلحې په خبرواترو کښې لاسوهنه د نه منلو وړ ده.
د ورځپاڼې له مخې محمد جواد ظریف د افغانستان له یو ټي وي چینل سره په مرکه کښې وویل د افغانستان د صلحې په خبرو اترو کښې د پردیو هیوادونو لاسوهنه د تهران لپاره دمنلو وړ نه ده.
هغه په دې خبرې سره چې صلح د افغانستان د خلقو ترمینځ ده او د کابل حکومت باید د مذاکراتو مدیریت په لاس کښې ولري زیاته کړه د طالبانو ډله هم باید د صلحې د خبرو اترو یوه برخه اوسي.
ورځپاڼې همدارنګ د ايران د خارجه وزارت د وياند له قوله وليکل: ایران له بشري حقوقو هر ډول ناوړه استفاده ردوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسول بیانیې ته په غبرګون کښې وویل د ایران اسلامی جمهوریت د خپلواکه هیوادونو په خلاف له بشري حقوقو څخه هر ډول سیاسی او اوزاري استفاده د نه منلو وړ چاره ګڼي.
موسوی وویل په تیرو څلویښتوکلونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کړچار هم په ښه ډول د خلقو د حقوقو د ساتلو او د بشري حقوقو د لوړتیا لپاره د ایران د جدیت نښه ده او ولسی اعتراضونه او د غونډو ترسره کول په ایران کښې د خلقو په پیژندل شویو حقوقو کښې شامل دي.
----------
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې په يو خبر کښې د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مشر جوسپ بورل خبرې راخېستې دي چې وائي: د برجام ايټمي موافقې د ساتنې په ضرورت کښې د دغې موافقې د ټولو لورو د يو والي موضوع د دغې اتحاديې لپاره ډېره مهمه چاره ده.
هغه په پېرس کښې د اروپائي اتحاديې د بهرنیو چارو د وزيرانو له غونډط وروسته په يو اخباري کانفرنس کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران موضوع يې په ذاتي توګه په دغه غونډه کښې مطرح کړه تاکيد وکړ: د برجام ګډ کمېشن د جُمعې د ورځې غونډې وښودله چې ټول لوري د دغې موافقې ملاتړي او د هغه د ساتنې غوښتونکي دي. دغه موضوع زمونږ ټولو لپاره ډېره مهمه ده.
----------
د تهران د یوې بلې ورځپاڼې کېهان د يو خبر له مخې د عراق الحشد الشعبی ولسی ځواک له داعش ترهګرې ډلې څخه د هیواد په ژغورلو کښې د دینی مرجعیت په رول تاکيد وکړ .
د عراق د الحشد الشعبي ځواک نائب رئیس ابو مهدی المهندس پرون د داعش ترهګرې ډلې په مقابل کښې د خپل هیواد د بریالیتوب د دويمې کلیزې په مناسبت په یوې وینا کښې وویل که چرې د ستر مذهبي مرجع آیت الله سیستاني فتواګانې نه وې نو د عراق حکومت او خلق به د داعش په مقابل کښې نه وو بريالي شوي او د فتح جشن به یې نه نمانځه.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې د سوریې سرچینو پرون په ادلب ولایت کښې د کیمیاوی وسلو د یوې نوې حملې د ترسره کولو لپاره د ترهګرو ډلو د چمتووالي خبر ورکړ .
د سوریې سرچینو زیاته کړه د جبهه النصره ترهګرې ډلې غړو او سپین خوئلیو د کلورین ګېسو څو بیرلونه په شمال کښې د ادلب ولایت په جنوب کښې سراقب او معره النعمان ښارونو ته منتقل کړي دي.
-----------
اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې يې نواے وقت ورځپاڼه ده دغې ورځپاڼې وليکل، د بشري حقوقو د نړيوالې ورځې په موقع کشميریانو توره ورځ ونمانځله، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير او د پاکستان په نورو ښارونو کښې کشميريانو مظاهرې وکړې او د هند تر کنټرول لاندې کشمير کښې يې د هندي ځواکونو ظلمونه وغندل. همدارنګ په دغه موقع د پاکستان وزيراعظم او ولسمشر پېغامونه خپارۀ کړل. او وې ويل چې پاکستان د کشميریانو د خودارادیت پوره ملاتړ کوي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د امريکې د خزانې وزارت د پاکستان د راو انور نومې يو پوليس افسر په شمول د دغه هېواد اتلسو کسانو باندې بنديزونه ولګول.
---------
د پاکستان دنيا ورځپاڼې بيا وليکل: د دغه هېواد د پارلېمان ټول ګوندونه د محصيلينو د يونينونو په بحالولو متفق شول.
--------
همدارنګ يوې بلې ډان ورځپاڼې په خپله اردو ګڼه کښې وليکل، د امريکې ډېموکرېټانو د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مواخذې لپاره د هغه په خلاف تورونه مرتب کړل.
د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې په ميانمار کښې د مسلمانانو د نسل وژنې په خلاف د ګېمبیا هېواد لخوا په نړيواله محکمه کښې په برابر کړې شوې دوسيه کښې د ميانمار مېرمن آنګ سانګ سوچي محکمې ته احضار کړې شوه.
ډان ورځپاڼې په يو بله خبر کښې وليکل: د امريکه کښې ټرېننګ حاصلونکي يو سل پينځه اويا پائلټانو د تربيت فعاليتونه اودرولې شول.
د خبر له مخې دغه اقدام تېره هفته د امريکې د فلوريډا د بندر په فوځي هوائي اډه کښې د سعودي ټرننګ حاصلونکي يو پائيلټ له ډزو او د درې امريکائي فوځيانو له وژلو وروسته ترسره شو.
--------
او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې دي چې نننیو ورځپاڼو تر ډېره د افغانستان په جګړې، د سولې او د ټاکنو وړومبنيو ممکنه نتائجو د اعلان په څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړې دي.
وړومبې هم وېسا ورځپاڼه چې د صلحې هڅې؛ څومره ریښتینې ،څومره ډرامه؟ تر عنوان لاندې خپله سرمقاله کښې يې ليکلي دي: په قطر کې د امریکا و طالبانو تر منځ خبرې روانې دي، طالبان خوشبین دي چې تر لسو ورځو یا دوو اونیو پورې به د دوی تر منځ توافق لاسلیک شي. د توافق په نویو ټکیو کې د تاوتریخوالي کموالی او اوربند هم یادېږي، خو اصلي مساله تر اوسه پر ځای پاتې ده.
که فرضاً د امریکا او طالبانو تر منځ توافق لاسلیک شي، تر اوسه پورې د بین الافغاني خبرو په باب د طالبانو او افغان حکومت په دریځونو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، که دوی دواړه یا یو لوری پر خپل دریځ کلک شي د امریکا او طالبانو تر منځ تفاهم او توافق بیا څه معنا درلودای شي؟
سرمقاله کښې راغلي دي:واقعیت دا دی چې د سولې په تړاو اصلي ستونزه د امریکا په ګونګې او مبهمې تګلارې کې ده، دوی له طالبانو سره څه ډول توافقات کوي؟ له حکومت سره یې چلن څه ډول دی؟
تر اوسه دې پوښتنو ته داسې سپین ځواب نشته چې د قطر د سولې د پروسې په باب دې افغان ولس ډاډه شي.
د مقالې په آخر کښې راغلي دي د سولې روانه پروسه سراسر یوه پوچه ډرامه ده. د دې ډرامې د شنډولو او په ټوله کې د افغان غمیزې د پایته رسولو یوازینۍ لاره همدغه ده چې د یوه ملي محور او یوې بین الافغاني اجماع په جوړولو لاس پورې شي. په تکرار وایو چې تر څو افغانان د یوه محور او اجماع خاوندان نشي دغه تیارې به هېڅکله پرې رڼا نه شي.
---------
د ورځپاڼې د یو خبر له مخې اروپائي ټولنې وويل: په افغانستان کښې د عامه افغانانو مرګ ژوبله په بې سارې توګه لوړه شوې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون په کابل کې د بشري حقونو نړیواله ورځ او د جنګ قربانیانو ملي ورځ ونمانځله.
په دغه کنفرانس کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي پیري مایدون وویل، افغانستان کې بشري حقونه د جګړو قرباني شوي، د ملکي تلفاتو ارقام په ۲۰۱۹ کال کې لوړ شوي او باید د جنګ ښکیلې خواوې یې ځواب ووايي.
پیري مایدون زياته کړه:« په دې وروستیو کې د ملکي تلفاتو ارقام زیات شوي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې شاوخوا ۸ زره بې ګناه او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې دا د بشري حقونو نقض دی او باید د جنګ ښکیلې خواوې یې ځواب ووايي.»
د کابل چاپ دنيا ورځپاڼې بيا په سرمقاله کې یادونه کړې، د افغانستان وضعیت ته په کتو اوس د سیمې او نړۍ هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې په افغانستان کې جګړه د هیچا په ګټه نه ده او په سیمه کې ثبات ته جدي اړتیا ده.
----------
يوې بلې سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دے، غوره ده، چې طالبان لومړی له ملکي وګړو سره سوله وکړي.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، دا مهال په قطر کې د بندو دروازو ترشاه د سولې خبرې روانې دي، چې افغانان پرې خبر نه دي.
په سرمقاله کې یادونه شوې، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له وروستیو افشا شویو اسنادو داسې بریښي چې امریکا له افغانانو سره صادقه نه ده.
----------
د هېواد د دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دے، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې په عادلانه توګه د رایو پایلې اعلان کړي.
د سرمقالې لیکوال د کمېسیون د نتائجو د اعلان اقدام ستايي او ټینګار کوي، چې په دې برخه کې دې د چا زور ته نه تسلمیږي، ځکه چې د پایلو په ځنډ کې د ملت خیر نه شته.
--------
بلې دولتي ورځپاڼې اصلاح په خپلې سرمقالې کې لیکلي، دا چې د ټاکنو پایلې متعبرې او شفافې اعلان شي، د شکایتونو کمېسیون باید د معترضو ټاکنیزو تیمونو شکایتونو په سمه توګه وڅېړي او دوی اعتراضونو ته رسېدنه وکړي.
---------