ایران کښې یوشمیر وسلې او مهمات نیول شوی
(last modified Fri, 27 Dec 2019 09:38:02 GMT )
Dec 27, 2019 14:08 Asia/Kabul
  • ایران کښې یوشمیر وسلې او مهمات نیول شوی

زمونږ خبریال وایی د ایران امنیتی ځواکونو پرون یوشمیر جنګی مهمات او وسلې چې په امنیتی ضد هدفونو سره له لویدیځو سرحدونو څخه هیواد ته راوړل شوی وې سمدستې وپیژندلې او کشف او ضبط یې کړې .

دغه وسلې او مهمات د ایران په لویدیځ کښې په جوانرود سیمه کښې کشف او ضبط شوی دی .

د ایران امنیتی ځواکونو په تیر کال کښې د جاسوسۍ د شبکو د کشفولو او د هغوې د نفوذی عواملو د دسیسو د شنډولو لپاره اغیزشیندونکی اقدامات ترسره کړی دی .

راپورونه وایی چې ایران له دښمن سره په مقابلې کښې په استخباراتی او امنیتی ډګرونو کښې په قدرت سره عمل کړی او له دې لارې یې ډیرې ناامنیانې کنټرول کړی دی .

له  ایران ضد عواملو سره زیاتې مالی او استخباراتی مرستې امریکا ، سعودی عربستان ، انګلستان ، متحده عربی امارات او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوی .

 

ټیګونه