د ایران ساتندویه شورا د پمپئو د مداخله غواړو څرګندونو ځواب ورکړ
(last modified Wed, 01 Jan 2020 11:24:49 GMT )
Jan 01, 2020 15:54 Asia/Kabul
  • د ایران ساتندویه شورا د پمپئو د مداخله غواړو څرګندونو ځواب ورکړ

د شورای نګهبان ویاند: پمپئو دې ځواب ورکړي چې د امریکې په انتخاباتو کښې د ګوندي ډیکټاټورۍ له امله د څو کسانو صلاحیت رد کیږي؟

د ایران د اساسي قانون د ساتندویه شورا یا شورای نګهبان ویاند د اسلامي شورا د انتخاباتو د کاندیدانو د صلاحیت په څیړنه کښې د امریکې د خارجه وزیر د لاسوهنې په ځواب کښې وویل: پمپئو دې ووايي چې د امریکې په انتخاباتو کښې د ګوندي ډیکټاټورۍ له امله د څو کسانو صلاحیت رد کیږي؟

عباسعلي کدخدايي په یو ټویټ کښې ولیکل: په امریکا کښې کوم مستقل او خپلواکه کس د ګوندونو له نظر پرته په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده او یا د کانګرس د هرې څوکۍ په سر څو تنه کاندیدان موجود وي؟

د ویلو ده چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو په یو مداخله غواړي ټویټ سره مدعي شو چې سره له دې چې د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) انتخابات دوه میاشتې وروسته ترسره کیږي خو د ایران نظام له هم دا اوسه د زرګونو کاندیدانو د صلاحیت په ردولو لګیا دی.

دا په داسې حال کښې دي چې په ایران کښې د انتخاباتو ترسره کیدل د اساسي قانون له مخې ځانته ځانګړی بهیر او پړاؤنه لري.

په دې بنیاد د ایران د کورنیو چارو وزارت د اسلامی شورا د انتخاباتو د ترسره کونکي په توګه د کاندیدانو په صلاحیت غور کوي او ساتندویه شورا پرې هم څارنه لري.

 

ټیګونه