اسلامي ایران به د اسرائیلو رژیم تیري ته مناسب ځواب ورکړي
(last modified Sun, 27 Oct 2024 23:07:47 GMT )
Oct 28, 2024 03:37 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران به د اسرائیلو رژیم تیري ته مناسب ځواب ورکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل د ایران اسلامي جمهوریت جنګ غوښتونکی نه دی خو د ملت او د هیواد د حقوقو دفاع به وکړي او د صهیونیسټ رژیم تیریو ته به مناسب ځواب ورکړي.

هغه د کابینې په غونډې کښې د ایران په هوايي حریم باندې د اسرائیلو رژیم تیري ته په اشارې سره ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله تیري ته نه تسلیمیږي.

د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د لبنان په جنوب او د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم جنایتوته د دنیا ټولو خلکو ته ثابت شوي دي وویل د نړۍ خلک ویني چې د دغه نیواکګر رژیم ملاتړي چې په سر کښې یې امریکا ده په داسې حال کښې د بشري حقوقو او د ازادۍ خبره کوي چې د اسرائیلو د ظالم رژیم لخوا د لسګونو زره ښځو او د ماشومانو د وژل کیدا په وړاندې یې چوپتیا غوره کړي ده.

د ایران ولسمشر پزشکیان دغه راز د تفتان ترهګرې پیښې ته په اشارې سره له اړونده چارواکو وغوښتل چې د دغه جنایت مسوول کسان دې ونیسي او هغه سزا کړي.

 

ټیګونه