ولسمشر روحاني:
د ايران اسلامي جمهوريت د ذلت او سرټيټۍ سياست نه مني
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې د تيريګرو په وړاندې له استقامت او ټينګ اودرېدنې نه بغېر بله لار نشته وويل، ايران د تاوتريخوالي او تقابل سياست نه خوښوي خو د ذلت او سرټيټۍ سياست نه مني.
ولسمشر حسن روحاني نن د اسلامي جمهوريت د ستر بنسټ اېښودونکي امام خميني (رح) په پاک حرم کښې د ايران د خلقو په خلاف د دښمنانو بې مخينې بنديزونو ته په اشارې سره وويل: د ايران ملت باور لري چې اسلامي نظام په صحيح او سمې لارې روان دے او ظلم او تېرے د دښمن له لوري دے.
روحاني زياته کړه، دښمن نه يوازې د ايران په ملت ظلم کړے او کوي يې بلکه د نړۍ په ټولو مسلمانانو په تېره بيا د فلسطين په مظلوم ملت هم ظلم کوي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر همدارنګ د دې په بيانولو سره چې د پېړۍ معامله په تاريخ کښې د امريکې لپاره يو لوے شرم دے تاکيد وکړ، د نړۍ ټول مسلمانان او آزادي غوښتونکي د دغې شرمناک پلان مخالف دي.