د اسلامی انقلاب41کلیزې ته۴۰۰خبریالان خبري پوښښ ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87851-د_اسلامی_انقلاب41کلیزې_ته۴۰۰خبریالان_خبري_پوښښ_ورکوي
د اسلامی ایران درستو اورګانونو او ادارو له خوا خلکو ته بلنه ورکړل شوي چې د ایران داسلامی شورا له انتخاباتو مخکې دې په یوم ا... ولولناکو د ستورو کې په اوڅاره شتون سره د پارلیماني انتخاباتو د لا ځلا په خاطر په ډګر کې شتون ولري څو دښمن یو ځل بیا له خپلو سپیرو دسیسو او پلانونو نهیلی شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 10, 2020 10:40 Asia/Kabul
  • د اسلامی انقلاب41کلیزې ته۴۰۰خبریالان خبري پوښښ ورکوي

د اسلامی ایران درستو اورګانونو او ادارو له خوا خلکو ته بلنه ورکړل شوي چې د ایران داسلامی شورا له انتخاباتو مخکې دې په یوم ا... ولولناکو د ستورو کې په اوڅاره شتون سره د پارلیماني انتخاباتو د لا ځلا په خاطر په ډګر کې شتون ولري څو دښمن یو ځل بیا له خپلو سپیرو دسیسو او پلانونو نهیلی شي .

زمونږخبرریال راپورراکړ د اسلامی انقلاب د یوڅلویښتمې کلیزې په مناسبت چې سبا په درست ایران کې او دغه راز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په پرتم سره لمانځل کیږي ، په ایران کې دغو ولولناکو دستوروکې  د خبري پوښښ لپاره په ډګر کې  څه دپاسه څلور سوه بهرني او داخلی خبریالان او فلم جوړونکي  شتون لري او په  درستې نړۍ کې به د خبری چینلونو او   رسندوئي ټولنو له  خوا ورته زیات پوښښ ورکړل شي .

راپورونه ښئ د اسلامی ایران درستو اورګانونو او  ادارو له خوا خلکو ته بلنه ورکړل شوي چې  د ایران داسلامی شورا  له انتخاباتو مخکې دې  په یوم ا... ولولناکو د ستورو کې په اوڅاره شتون سره د پارلیماني انتخاباتو د لا ځلا په خاطر  په ډګر کې شتون ولري څو دښمن یو ځل بیا له خپلو سپیرو  دسیسو او پلانونو نهیلی شي .

په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي دي ،د  تهران د ارمنیانو  ستر پادري سبوه سرکیسیان  نن په یوه پیغام  کې  د اسلامی انقلاب د یوڅلویښتمې  کلیزې په مناسبت د اسلامی انقلاب معظم لارښود ،حکومت او ولس ته  دمبارکۍ په وئيلو سره روښانه کړې ده ، د ایران ملت  به د  تیرو کلونو په نسبت سږکال دغه ولولناکې او سترې دستورې په پرتم سره ولمانځي  او په دغو ډګرونو کې به د ایران درست ارمنیان د نورو کلونو په څير سږکال هم دغه دستورې په پرتم او ولولې سره ولمانځي . د تهران د ارمنیانو ستر پادري همداراز د ایران پر ملت  او د ددغه هیواد دسولې اوثبات د ضامن په توګه د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو او پوځ باندې په درود استولو سره د دوي د زیار او هڅو قدرونه  وکړه .